۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځينې ښځې چې د کورنیو سرپرستي ورلغاړې ده وايي چې طالبان نه د کار او نه د سوال کولو اجازه ورکوي.
دغو ښځو سهشنبه د لړم پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې چې اولادونه یې وږي دي او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په اړه یې اندېښنه لري.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکې ۴۵ کلنه حسنا چې خاوند یې وژل شوی، د څلورو اولادونو سرپرستي ورلغاړې ده.
د حسنا په خبره، طالبانو د سوالګرو د ټولولو لپاره کمېټه ګومارلې او د دغې کمېټې غړي په ښار کې چاته د سوال کولو اجازه نه ورکوي.
دا ښځه وايي چې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په ښار کې ګرځنده غرفه جوړه کړې وه؛ خو طالبانو یې مخه نیولې او د فعالیت اجازه یې نه ده ورکړې.
ورته مهال سرچینې وايي چې د دغې کمېټې غړي هره ورځ په ښار کې ګرځي او د سوالګرو مخنیوی کوي.
طالبانو شاوخوا درې کاله مخکې په افغانستان کې سوالګري منع کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په اګست کې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې یوازې اووه سلنه ښځې دندې لري.





