په ننګرهار کې ځوانان شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بېکارۍ له امله اقتصادي ستونزې او غربت په پراخ ډول زیات شوی او دوی یې پر رواني ستونزو اخته کړي دي. ځوانان وايي، نه یوازې دا چې طالبانو ورته د کار روزګار زمینه نه ده برابره کړې؛ بلکې ډېری ځوانان چې پر دولتي دندو بوخت وو، طالبانو له دندو لرې کړي او پرځای یې خپل طالب جنګیالي ګومارلي دي.
دوی طالبان تورنوي چې د کاري فرصتونو د برابرېدو په برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او ځوانان یې یوازې پر تبلیغاتي ژمنو تېر ایستي دي. د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکی حشمتالله (مستعار نوم) چې د تېر پرځېدلي جمهوري حکومت پر مهال یې په یوه دولتي اداره کې دنده ترسره کوله او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کور شوی له جدي اقتصادي ننګونو سر ټکوي. نوموړی وايي، په دولتي اداره کې یې د مسلکي کار کوونکي په توګه دنده ترسره کوله، خو واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته له دندې شړل شوی دی. دی زیاتوي، چې تر اوسه د دندې په موندلو نه دی بریالی شوی، چې د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ستونزو اخته شوی.
حشمت الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «ما د تېر جمهوریت پرمهال د ننګرهار په مخابراتو ریاست کې وظیفه کوله، چې کله طالبان واک ته ورسېدل اولو کې یې راته ویل، چې هېڅ مشکل نشته تاسې به په وظیفه کې یئ؛ خو آهسته آهسته یې را باندې خپل کسان وروزل، چې شااوخوا شپږ میاشتې وروسته یې راته ځواب راکړ او راته یې وویل، چې نور مه راځه، بیا یې زما پرځای طالب مقرر کړ، کوم چې په ما یې روزلی وو، د بېکارۍ له وجې مې نور اقتصادي مشکلات دومره زیات شوي، چې نور په اعصابي (رواني) ناروغۍ اخته شوی یم.»
د ننګرهار اوسېدونکي او ځوانان دغه راز وايي، نه یوازې دا چې طالبانو ځوانانو ته نوي کاري فرصتونه را منځته نه کړل؛ بلکې په دولتي څوکیو بوخت مسلکي کار کوونکي یې هم له دندو شړلي دي. ځوانان وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ کچه خورا لوړه شوې او طالبان هم د کاري فرصتونو پر ځای یوازې د ځوانانو د تېر ویستلو تبیلغاتي ژمنې کوي.
د ننګرهار اوسېدونکی صبغت الله (مستعار نوم) چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بې روزګاره شوی له ۸صبح ورځپاڼې سره د طالبانو له حکومت د کاري زمینې او د خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتنه کوي: « جمهوریت کې ښه وو، دهقان به هم خپل د کور میاشتنی عاید پیدا کولی شو، زما دولتي وظیفه وه، طالبانو په کور کړم، ویل یې ته د اجیرې ادارې سړی یې، تاته دلته ځای نشته، اوس درې کاله کېږي چې بې روزګاره یم، دوی هر وخت غونډو کې وعدې کوي چې مونږ خلکو ته کار پیدا کړی او پیدا کوو یې، خو تر اوسه ټول ځوانان بې روزګاره ګرځي، څوک خارج ته د تګ په لاره مړه شول، چا ځان وژنې وکړې. قسم چې زه هم نور لېونی شوم، اخر به رانه ځان وژنه کېږي.»
په همدې حال کې د رواني ناروغانو یو شمېر روغتیا پالان د کاري فرصتونو نشتوالی د رواني ستونزو ستر لامل یادوي. د رواني ناروغیو یو روغتیاپال چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل خپل هویت څرګند شي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې ځوانانو ته د رواني ستونزو د پیدا کېدو ستر لامل د طالبانو دی او دغه ډله تورنوي چې په دې برخه کې یې خپلو مسوولیتونو ته رسېدنه نه ده کړې. دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې له رواني ستونزو د ځوانانو د ژغورنې لپاره دې دوامداره کاري فرصتونه برابر کړي.
نوموړی روغتیاپال زیاتوي: «که چېرته ځوانان په کار مصروف وي، د یوې مړۍ نفقې پیدا کولو زمینه ورته برابره وي هېڅ ډول روحي فشار په ځان نه مني، اوس چې ورځ بلې ته د ځوانانو د رواني فشارونو او ناروغیو ګراف په لوړېدو دی دا ټول د کار نشتوالی دی، باید طالبان پر خپلو وعدو عمل وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه که چېرته دوی مصروف نه شي، دا ستونزې لا ډېرېږي.»
په همدې حال کې ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د بېکارۍ له امله د رواني ناروغیو ستونزې مني؛ خو وايي، دوی په دې برخه کې آرام ناست نه دي. د ننګرهار د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني وايي، په تېر یوه کال کې یې د مرستندویه بنسټونو پرمټ سلګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، چې له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
نوموړي وویل:«مونږ د همکارو موسسو په همکارۍ په تېر یو کال کې له زرو زیاتو ځوانانو ته چې بېکاره وو حرفوي زده کړې ورکړي، هغوی ته مو میاشتنی معاش ورکړی، له فراغت وروسته مو ورته کاري وسایل هم ورکړي، چې ځانته د کاروبار زمینه برابره کړي او له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې حل کړي او لسګونه ځوانان نور مونږ سره په خیاطۍ، موبایل جوړونې، برېښنا، موټر جوړونې او نورو برخو کې پر حرفوي زده کړو بوخت دي.»
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بېکارۍ کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او آن ګڼو ځوانانو او د کورنیو سرپرستانو خو د دې چارې له امله ځان وژنې کړي.
خلک وايي، طالبان یوازې د خپلو شخصي ګټو د خونديتوب لپاره هڅې کوي او ځوانانو ته د کاري بوختیاوو لپاره هېڅ ډول پاملرنه نه لري او په دې برخه کې د دوی ژمنې هم یوازې تېر ویستوونکې دي.
باور دا دی، که د طالبان ځوانانو ته د کاري فرصتونو لپاره هلې ځلې ونه کړي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې به جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو ګراف هم لوړ او خلک به له جدي امنیتي ستونزو سره لاس په ګرېوان شي.





