• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په خصوصي پوهنتونونو کې تشې څوکۍ؛ د هغو ځوانانو کیسې چې د لوړو زده کړو له دوامه پاتې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783773287]
AI

AI

یو شمېر هغه ځوانان، چې د اقتصادي ستونزو له امله د لوړو زده‌کړو له دوامه بې‌برخې پاتې شوي، وايي پر سخت اقتصادي وضعیت سربېره، د طالبانو تر ادارې لاندې د کانکور د ازموینې په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی د دې لامل شوی چې ونه کړای شي دولتي پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي. د دوی په وینا، تر هغې وروسته یې د پوهنتون د فیسونو په ورکړه کې د بې وسۍ له امله په خصوصي پوهنتونونو کې هم د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړی دی. دا ځوانان په ناهیلۍ سره وايي که چېرې ونه کړای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، نو اړ به شي چې خپل ټول عمر پر کارګرۍ او د سړک پر غاړه د توکو پر پلورلو تېر کړي او هغه راتلونکی چې دوی یې تصور کاوه، په اوسنیو شرایطو کې د لاسرسي وړ نه ده او نږدې ناشونې برېښي.

  یو ځوا عثمان (مستعار نوم) چې تحصیلي راتلونکی یې د سختو اقتصادي شرایطو قرباني شوی، وايي سره له دې چې ښوونځی یې په عالي درجه پای ته رسولی و او د کانکور ازموینې ته یې پوره چمتووالی نیولی و، د طالبانو تر ادارې لاندې د کانکور ازموینې په بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي له امله دولتي پوهنتون ته نه دی بریالی شوی. هغه وايي تر هغې وروسته د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي پوهنتون کې هم د زده‌کړو له دوامه پاتې شو.

دا ځوان زیاتوي: «ښوونځی مې په لوړه درجه خلاص کړ او د کانکور ازموینې لپاره مې هم پوره چمتووالی نیولی و. ډېره لویه هیله مې درلوده چې پوهنتون ته لاړ شم او د خپلې خوښې په څانګه زده‌کړې وکړم. د کانکور په ازموینه کې مې برخه واخیسته، خو د لوړو نمرو په لرلو سره بیا هم بریالی نه شوم. په داسې حال کې چې هماغې څانګې ته چې ما غوره کړې وه، داسې زده‌کوونکي بریالي شول چې نمرې یې تر ما خورا ټیټې وې. زه پوه نه شوم چې طالبانو په کوم سیستم نمرې حساب کړې وې.»

عثمان چې نه یې غوښتل د کانکور بلې ازموینې ته انتظار پاتې شي، په یو خصوصي پوهنتون کې د خپلې خوښې په څانګه کې نوم لیکنه وکړه، خو هلته یې هم ونه کړای شول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه وايي: «په یو خصوصي پوهنتون کې مې نوم ولیکه او تر درېیم سمسټره مې درس ووایه، خو له هغې وروسته مې پلار بې‌کاره شو. موږ نور د پوهنتون د فیس د ورکولو توان نه لرو. ما څو ځلې د پوهنتون له مسوولانو سره خبرې وکړې او خپل وضعیت مې ورته بیان کړ، ترڅو لږ تر لږه د فیس په ورکړه کې راسره همکاري وکړي یا تخفیف راکړي، خو هیڅ همکاري ونه شوه. درېیم سمسټر خلاص شو او د وروستیو ازموینو وخت راغی، خو څرنګه چې ما فیس نه و ورکړی، د ازموینې د ورکولو اجازه یې رانه کړه. خورا ناهیلی شوم، ان و مې ژړل، خو بله هیڅ لاره مې نه لرله.»

دا ځوان وايي له هغې وروسته د کار د موندلو لپاره بېلابېلو ځایونو ته لاړ، خو بریالی نه شو. هغه زیاتوي: «څو ځایونو ته د کار د غوښتنې لپاره لاړم. ځینو راته وویل چې نوي کارکوونکي نه نیسي او ځینو نورو بیا وویل چې د نیمې ورځې (پارت ټایم)د کار لپاره څوک نه ګوماري.»

عثمان وايي: «یوازې زما پلار کار کاوه او د کور د کرایې په ګډون د کور ټول لګښتونه د هغه پر غاړه وو. زما د پوهنتون فیس یې هم په قسطونو ورکاوه، خو کله چې هغه بې‌کاره شو، زموږ د ژوند شرایط خورا سخت شول. اوس نو پوهنتون ته نه شم تللی او اړ یم چې کار وکړم. هره ورځ چې د پوهنتون له مخې تېرېږم، غریو مې نیسي.» هغه په ناهیلۍ سره زیاتوي: «پوهېږم که په دې عمر کې درس ونه وایم، نو ټول ژوند به مې په مزدورۍ او د سړک پرغاړه د توکو پر پلورلو تېر شي. هغه راتلونکی چې ما د ځان لپاره جوړ کړی و، په دغو شرایطو کې ناشونی وینم.»

  بل ۲۷ کلن ځوان   احمد (مستعار نوم)  وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې ونشوای کړای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او اړ شو د خپلو خوېندو د زده‌کړو د دوام لپاره له خپلو هیلو تېر شي. هغه وايي: «په ۱۳۹۵ کال کې په لویو هیلو او هلو ځلو سره له ښوونځي فارغ شوم. هیله مې وه چې د زړه ډاکټر شم او په ښوونځي کې مې هم د خپلې خوښې څانګې ته د لارموندنې لپاره خورا زیات اېستلی و. خو په هغه وخت کې زما دوه مشرې خوېندې محصلانې وې او په کورنۍ کې مې یوازې پلار کار کاوه. د ژوند لګښتونه او د دوو محصلانو د زده‌کړې لګښت د کورنۍ لپاره خورا دروند و او د ټولو پوره کول شوني نه وو. زه په یو دوه لاري کې پاتې شوم؛ یا باید ما خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی وی او یا زما خوېندو.»

دا ځوان زیاتوي: «په هغه وخت کې مې پرېکړه وکړه چې د څه وخت لپاره خپلې زده‌کړې پرېږدم او د خپل پلار تر څنګ کار پیل کړم څو وکړای شم د خپلو خوېندو ملاتړ وکړم. خوشبختانه زما دواړه خوېندې له هغو وروستیو نجونو وې، چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو له تړل کېدو وړاندې وتوانېدې د پوهنتون دوره پای ته ورسوي.»

احمد وايي: «له هغې وروسته په یو خصوصي شرکت کې پر کار بوخت شوم. څو ځلې مې پرېکړه وکړه چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې په د خپلې خوښې په څانګه کې زده‌کړې پیل کړم، خو د کار د ډېر فشار او د سختو اقتصادي شرایطو له امله بریالی نه شوم. له دې سره سره، هر وخت چې راته د زده‌کړو زمینه برابره شي، خامخا به خپلې زده‌کړې بېرته پیل کړم او هڅه به وکړم چې د علم لوړو درجو ته ځان ورسوم.»

د پوهنتون استاد عمر (مستعار نوم) وايي یوه له هغو برخو چې په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو زیاته زیانمنه شوې، د پوهنې او په ځانګړې توګه د لوړو زده‌کړو د خصوصي بنسټونو سکټور دی. هغه زیاتوي: «له بده مرغه پوهنتونونو او تخصصي څانګو ته د ټولنې د ټولو قشرونو پر نه لاسرسي سربېره، د اقتصادي وړتیا کموالي او په علمي جوړښتونو کې د زده‌کړو د دوام لپاره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو دا برخه له جدي ناورین سره مخ کړې ده. دا ناورین یوازې په خصوصي بنسټونو پورې محدود نه دی، بلکې دولتي پوهنتونونه او بنسټونه یې هم اغېزمن کړي دي. سږ کال ان د کانکور د ازموینې د ګډونوالو کچه او هغه پروګرامونه چې باید بشپړ شوي وای، بشپړ نه شول. په تېرو کلونو کې یوازې د ماسټرۍ په دورو کې په زرګونو کسانو ګډون کاوه، خو سږ کال د غوښتونکو شمېر په بې‌ساري ډول کم شوی او ان زر تنه هم پوره نه شول.»

عمر وايي: «د لوړو زده‌کړو خصوصي بنسټونه د محصلانو د فیسونو پر بنسټ چلېږي، خو ډېری ځوانان په اوسنیو شرایطو کې د زده‌کړو د دوام وړتیا نه لري. د اقتصادي وړتیا نشتوالی یو له هغو بنسټیزو عواملو دی چې د دې لامل شوی چې ډېر کسان خپلو زده‌کړو ته دوام ورنه کړای شي. د زده‌کړو دوام مالي وړتیا، د کار موندلو هیلې او انګېزې ته اړتیا لري، خو دا لاملونه نن د ځوانانو په منځ کې په کلکه کم شوي او د زده‌کړو د دوام لپاره جدي انګېزه له منځه تللې ده.»

د یو خصوصي پوهنتون مالي مسوول جواد (مستعار نوم) وايي د فیسونو له کموالي سره سره، ډېری ځوانان د همدغو کمو لګښتونو د ورکړې توان هم نه لري. هغه وايي: «مخکې د محصلانو تګ راتګ په ښه توګه حس کېده، خو اوس د محصلانو شمېر ان د تېر نیمایي ته هم نه رسېږي او ورځ تر بلې کمېږي. ډېری هغه کسان چې اوس په پوهنتون کې درس وايي، د طالبانو غړي، د هغوی خپلوان او یا هغه کسان دي چې د وزارتونو له لارې ورته بورسونه ورکړل شوي دي. څرنګه چې زموږ پوهنتون پېژندل شوی دی، د دغو کسانو ډېره برخه دلته د زده‌کړو لپاره راځي.»

هغه د عادي محصلانو د حضور د کموالي په تړاو په اندېښنې سره زیاتوي: «هره ورځ د عادي محصلانو شمېر کمېږي. موږ داسې محصلان لرل چې ان په پنځم او شپږم سمسټر کې اړ شول پوهنتون پرېږدي. کله چې مو ترې لامل وپوښت، نو ویې ویل چې د فیس د ورکولو توان نه لري. له بلې خوا، پوهنتون هم خپل لګښتونه لري؛ باید د استادانو معاشونه، د برېښنا، اوبو او نور لګښتونه پوره کړي. له همدې امله، سره له دې چې فیسونه مو کم کړي دي، تر دې د زیات کمښت امکان نشته»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلانو د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه د بې‌انګېزه کېدو او د زړه توري کېدو خبره کړې وه. دوی زیاته کړې وه چې ورځ تر بلې ډېرېدونکي محدودیتونه، د پوهنتونونو علمي فضا لا پسې تنګوي او له ډېرو محصلانو څخه یې د زده‌کړو د دوام انګېزه اخیستې ده.

د دوی په وینا، د مسلکي استادانو کمښت، د تحصیلي امکاناتو نشتوالی، د طالبانو له‌خوا د علمي سرچینو حذفول، اقتصادي ستونزې او د کاري فرصتونو نشتوالی د خپل تحصیلي راتلونکي په تړاو د محصلانو د زړه توريېدو تر ټولو مهم لاملونه دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

کله چې ملي هویت په اطاعت بدلېږي
شننه

کله چې ملي هویت په اطاعت بدلېږي

۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790311628]
خبرونه

سرچینې: پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته اووه مړي او اته ټپيان میرویس روغتون ته وړل شوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790275148]
د ایران مرستیال ولسمشر امریکا په «نامتقارن» ځواب ګواښلې
بهرني خبرونه

رویټرز: امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه بهیر خبرې کوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790271322]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.