طالبانو په تیر یوه کال کې د بیان پر ازادۍ سخت محدودیتونه وضع کړي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو دروازې تړل شوې او د دولت ښځینه کارکوونکې یې له دندو ګوښه او په کور کینولې دي. د ښځو اعتراضونه ددې ډلې له لوري سخت ځپل شوي. رسنۍ هم له پراخو محدودیتونو له هغې جملې سانسور، ځپلو او فزیکي ډول له منځه وړلو سره مخ شوې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، د بیان ازادۍ پر وړاندې سخت محدودیت او د ښځو حقونو په اړه شاتګ د دې ټولنې تر ټولو مهمه اندېښنه وبلله.
د بشري حقونو څار سازمان د ښځو برخې هم ویلي دي چې طالبانو د بیان ازادي او رسنۍ له منځه وړې دي.
طالبان واک ته له رسېدو وروسته، په خپلو یو کلنو کړنو او چلند وښودله چې د دوی د دولتدارۍ په تګلوري کې کوم بدلون نه دی راغلی. دوی د بیان ازادۍ، فردي ازادۍ او د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو او ځپونکي سیاست ته دوام ورکړی دی. دې ډلې په خپل لومړني اقدام کې د ښځو چارو وزارت له منځه یووړ او ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ورکړ. د نجونو پر وړاندې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې وتړلې او تر دې مهاله یې په دې برخه کې کوم نرمښت ونه ښود.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د فارن پالیسي او ګارډین په څیر رسنیو خبریالې استفاني ګلینسکي د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره پر طالبانو نیوکه کړې ده. د نوموړې په خبره دې ډلې له هغه غوښتي چې سرچینې دې له دوی سره شریکې کړي. هغې زیاته کړې ده:« دوی ماته وویل چې د [طالبانو] دولت ته به له دې وروسته ټول لوري ځواب وايي هر چا چې قانون تر پښو لاندې کړ یا پر دې ونه توانید چې راپورونه ثابت کړي، له قانون سره سم به چې په هغه کې د ویزې له منځه وړل او د داخلیدو مخنیوی شامل دي، مخامخ شي.» اغلې ګلینسکي لیکلي دي:« باور لرم چې له طالبانو سره د کره معلوماتو شریکول، چې خبریالان د خبر جوړولو له امله نیسي او وهي ټکوي او د دوی د حکومت پر مهال د دولت پخواني زیات شمیر کارکوونکي تري تم شوي، نه یوازې نامناسب، بلکې خطرناک دي.» د بشري حقونو څار سازمان د ښځو حقونو برخې مرستیالې هیدر بار، د تلې په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ د طالبانو له لوري ددې خبریالې څخه د پوښتنو ګرویږنو په غبرګون کې د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي دي:« په پرله پسې ډول دا په ډاګه شوې چې طالبانو د رسنیو او افغان خبریالانو ازادي تر ډیره بریده له منځه وړې ده- په وحشیانه ډول- اوس یې د بهرنیو ورځپاڼو د کارکونکو پر مخنیوي هم تمرکز کړی دی.»
له دې سره جوخت د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د خپل اوونیز سفر په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې په هېواد کې د بشري حقونو د حالت پر خرابېدو اندیښنه څرګنده کړې ده. نوموړي له دې کنفرانس وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي. مهمې اندیښنې له هغې جملې په زده کړو کې د ښځو او نجونو حقونو، په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د کار او ګډون، د هزاره وو او نورو لږکیو حقونو او د بیان ازادۍ سخت محدودیت په اړه شاتګ شتون لري.
هغه زیاته کړې:«د لږکیو په ځانګړي ډول هزاره وو حقونه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. موږ د خپلسرو نیونو، شکنجې، اعدامونو او اجباري تري تم کیدو په اړه راپورونه اوریدلي دي. تیره جمعه په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید د هزاره وو پر وړاندې د سیستماتیکو بریدونو څخه یو برید و چې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا، د نړیوالو جنایتونو له هغې جملې د بشریت پر وړاندې جنایتونو نښې دي. دداسې بریدونو پر وړاندې د ټولو افغانانو د خوندي ساتلو عملي جوازونه شته دي. نیکلاسون ویلي دي:« د طالبانو اوسنیو چارواکو له لوري لګول شوي محدودیتونه اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادي محدودوي. په داسې حال کې چې د زیاترو رسنیو تړل کېدل اقتصادي ستونزې او یا هم له هېواده د خبریالانو تیښته ده، د خبریالانو ویرول او سانسور او په تلویزیونونو کې د ښځینه خبریالانو شتون او یا ګومارلو باندې بندیزونه، په بشپړ ډول د اوسنیو واکمنانو پر غاړه دي.»
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دغه راز ویلي دي:«زموږ د سفر موخه له افغانانو او نړیوالو شریکانو له هغې جملې د واکمنو چارواکو[طالبانو] سره خبرې اترې وې. موږ غواړو د افغانستان خلکو ته په هېواد کې دننه او له هېواده بهر افغانانو ته د اروپايي ټولنې روښانه او پرله پسې ژمنو پیغام ولیږدو او خپلې لیدنې او خپل برداشتونه راغونډ او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، اروپايي کمیسیون او د اروپا پارلمان ته یې ورسوو.»
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په راپور کې راغلي دي چې ښاغلي نیکلاسون کابل ته په خپل سفر کې د ملګرو ملتونو سازمان له دیپلوماتانو، یو شمیر طالب چارواکو، ښځو فعالانو او مدني ټولنې استازو، د عدلیې وزارت د پخوانیو قاضیانو او کارپوهانو، د خصوصي برخې استازو، حامد کرزي، دکابل ایمرجنسي روغتون کارکوونکو او د کاج ښوونیز مرکز له یو شمیر ټپیانو سره لیدلي دي. په دې راپور کې د ښاغلي نیکلاسون دسترګو لیدلی حال راغلی دی: « ډیری کسانو راته وویل چې سخت ژمی په مخکې لري. څو ځلې ویل شوي او سمه ده چې بشر دوستانه مرستې کافي نه دي. بشردوستانه مرستې د اړتیا په کچه نه دي.» د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار کړی چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی. هغه زیاته کړې ده:« د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو له پاره غوښتل شوې بودجې ۴۵ سلنه چمتو شوې ده.» نیکلاسون د هېوادونو له مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې بسنه نه کوي. نوموړي له چین، روسیې او اسلامي همکاریو سازمان(OIC) څخه وغوښتل چې د لویدیځو هېوادونو له لوري شویو پریمانه مرستو ته دې پام وکړي او د پاموړ دې خپل ملاتړ زیات کړي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له طالبانو غوښتي چې بشردوستانه مرستو کې دې لاسوهنه نه کوي او بدل کې دې د بشردوستان لاسرسي او د بشردوستانه نړیوالو حقونو ته د بشپړ درناوي ډاډ ورکړي. هغه ټینګار کړی دی:«طالبان باید پر اقتصادي کړکیچ تمرکز وکړي او د پانګونې له پاره دې وړ چاپیریال رامنځته کړي.
د بشر دوستانه راکړې ورکړې له لارې بهرنیو اسعارو ته د افغان شرکتونو لاسرسي په برخه کې اسانتیاوو له پاره دې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري وړاندې شویو وړاندیزونو ته په مثبت نظر وګوري. د افغانستان بانک د خپلواکۍ او د پیسو سپینو او ترهګرۍ مالي ملاتړ د مخنیوي له پاره دې د هغه د وړتیاوو په تړاو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د ډاډ وړاندې کولو له پاره مشخص ګامونه پورته کړي. د نیکلاسون په راپور کې راغلي دي:« طالبان کولای شي قانوني روڼتیا او د کار وړ قضايي سیستم رامنځته کړي. د ښځو له پاره کاري فرصتونو محدودولو پر ځای دې د هغوی وړتیاوې نورې هم لوړې کړي. د اوسنیو چارواکو له لوري تحمیل شوي الزامات د کار له پاره او له اقتصاد سره د مرستې په برخه کې د ښځو وړتیاوې محدودوي… هغوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو له پاره ښوونځي پرانستل کېږي.» د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د یوناما او ددې سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د راپورونو هرکلی کړی، ویلي یې دي:« بشري حقونه له ستونزو سره مخ او په ځینو سیمو کې مخ په خرابېدو دي.»
په راپور کې ویل شوي دي:«اروپايي ټولنې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه ناوړه ګټنه او نقض په اړه د بشري حقونو شورا په ناسته کې خبرې کړې، د مدني ټولنې له پاره د فضا د محدودېدو په اړه یې اندیښنه ښودلې او په افغانستان کې په ټولو برخو کې په برابر ډول د ښځو او نجونو د بشپړ ګډون او ونډې یادونه یې کړې ده. موږ د قومي او مذهبي ټولنو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو حقونو د نه منلو وړ نقض ته اشاره کړې ده.» هغه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدل له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ژمنو ماتولو ښکاره نمونه وبلله.
نیکلاسون ویلي دي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو ترسره کېدو له پاره د افغانستان خاورې کارول، نه یوازې ژمنه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په شوي هوکړه لیک کې شوې، بلکې د نړیوالو قوانینو لاندې یوه ژمنه هم ده. هغه په کابل کې د ترهګرو بریدون زیاتوالي یادونه کړې ده او ویلي یې دي:« طالبان باید د هر اړخیزو اقدامونو له لارې او له دې سره جوخت بشري حقونو ته په درناوي لرلو سره دا په ډاګه کړي چې د افغانستان د خلکو له هغې جملې لږکیو څخه به دداسې بریدونو پر وړاندې ساتنه وکړي او عاملان به یې د قانوني بهیر له لارې عدالت ته وسپاري. دوی باید له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له دوی څخه د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د ګواښ رامنځته کېدو مخه ونیسي.
په راپور کې د اروپايي ټولنې له قوله ویل شوي دي:«اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، د افغانستان ګاونډیان او نړیوال شریکان ټول له طالبانو غواړي چې یو ټولګډون دولت دې جوړ کړي. په دې برخه کې زه په ملي کچه ډیر کم پرمختګ وینم، البته ددې ترڅنګ د ښځو، لږکیو، سیاسي مخالفانو د ګوښه کولو او د ځپلو د زیاتوالي شاهد هم یم.»
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په دې راپور کې ویلي دي:«موږ په دې باور یوو چې ټولګډونوالی، په خپلو او له ګاونډیو سره په سوله کې د افغانستان له پاره د اوږمهاله ټیکاو په موخه وړ شرایط دي. موږ د طالبانو په غورځنګ کې مخ پر ودې تکثرپالنه وینو چې کولای شي د خلکو له پاره په زړه پورې وي.
له دې وړاندې د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د ښځو، رسنیو او بیان ازادۍ پر وړاندې د طالبانو له لوري پراخو محدودیتونو لګول او بشري حقونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي.
طالبانو تیره اوونۍ په یوه ځپونکي اقدام کې د ۸ صبح ورځپاڼې او زاویه مډیا انټرنیټ پاڼې وتړلې چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو او رسنیو کارکوونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول.