د پاکستان الفلاح بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې له دوو لسیزو فعالیت وروسته، په دغه هېواد کې خپل حضور پای ته رسوي.
دغه بانک جمعه د لړم پر ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا معامله د پاکستان او طالبانو له لوري د قانوني جوازونو تر ترلاسه کولو وروسته وروستۍ شوې ده.
الفلاح بانک ویلي چې په افغانستان کې یې خپل ټول بانکي فعالیتونه غضنفر بانک ته سپارلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه معامله د وروستیو اسنادو له لاسلیک، د پاکستان د دولتي بانک او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک له اجازې ترلاسه کولو او د نورو اړینو شرایطو له بشپړېدو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر پنځمه وروستۍ شوې ده.





