د اور لګېدنې پر وړاندې د مبارزې او د سوځېدنې پر مهال د لومړنیو مرستو د سمو لارو چارو په اړه د کافي پوهاوي نشتوالی، د دغو پېښو د ځاني او مالي زیانونو د زیاتېدو لامل کېدای شي. یو شمېر هېوادوال وايي، سره له دې چې په کورونو کې د اورلګېدنې احتمال شته، خو دوی د اور وژنې د وسایلو د کارولو او د ټپیانو د ژغورلو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه معلومات نه لري. د دوی په وینا، ډېری خلکو ته ان د اور وژنې ادارې د اړیکې شمېره معلومه نه ده او په کورونو کې یې د اور وژنې کپسول یا نور اړین وسایل هم نشته. دوی ټینګار کوي چې د اور وژنې په برخه کې د عملي روزنې نشتوالی د بېړنیو حالاتو پر مهال د کورنیو د سم غبرګون وړتیا محدوده کړې ده او په دې برخه کې عامه پوهاوی کولای شي د ځاني او مالي زیانونو په کمولو کې مرسته وکړي.
د کابل اوسېدونکې عالیه وايي، نوموړې او د کورنۍ غړي یې د اور وژنې د لارو چارو او د اورلګېدنې پر مهال د اړینو اقداماتو په اړه کافي معلومات نه لري. هغه زیاتوي، سره له دې چې کلونه یې په ښوونځي کې زدهکړې کړې دي، خو هېڅکله ورته د اور د کابو کولو، د اور وژنې د وسایلو د کارولو او د اور وژنې ادارې د اړیکې شمېرې په اړه روزنه نه ده ورکړل شوې. د هغې په وینا، د دوی په سیمه کې خلک معمولاً د اور مړ کولو لپاره له اوبو کار اخلي او د برسېرنو سوځېدنو د درملنې لپاره هم له بوټو او دودیزو لارو چارو ګټه اخلي.
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «حقیقت دا دی چې زه نه پوهېږم د اورلګېدنې پر مهال باید څه وکړم او زموږ په کور کې هم هېڅوک په دې اړه معلومات نه لري. ان د اور وژنې ادارې د اړیکې شمېره هم راته معلومه نه ده. یو ځل زموږ ګاونډی په سماوار کې د الوتکې د تېلو د کارولو پر مهال وسوځېد او له مخ پرته یې ټول بدن وسوځېد. خلکو هغه په کمپله کې ونغاړه، خو کمپله یې له سوځېدلي بدن سره ونښته او هغه څو ورځې په روغتون کې تر بستر کېدو وروسته مړ شو. دا پېښه مې لا هم له ذهنه نه ده وتلې. سره له دې چې ښوونځي مو لوستي، هېچا موږ ته دا نه دي راښودلي چې د اورلګېدنې پر مهال څنګه له اور سره مبارزه وکړو. زموږ په سیمه کې خلک معمولاً د اور مړ کولو لپاره اوبه کاروي او د برسېرنو سوځېدنو د درملنې لپاره هم له بوټو ګټه اخلي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی میثم وايي: «زموږ په کور کې د اور وژنې هېڅ ډول وسایل نشته او د کورنۍ غړي مې هم نه پوهېږي چې دا وسایل څنګه کارول کېږي. د اورلګېدنې پر مهال معمولاً هڅه کوي چې د کمپلې او په کور کې د شته وسایلو په مرسته اور مړ کړي. ما پخپله په خپل کاري ځای کې د اور وژنې د وسایلو د کارولو څرنګوالی زده کړی، خو په کور کې مې هېڅوک په دې اړه معلومات نه لري. زما په اند، باید خلکو ته روزنه ورکړل شي او پوهاوی یې لوړ شي، څو کورنۍ د اورلګېدنې پر مهال سم غبرګون وښودلای شي او د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیولای شي.»
د پنجشېر اوسېدونکی سید عالم وايي: «د اورلګېدنې پر مهال باید لومړی د خطر زنګ ووهل شي او د اور وژنې له ادارې سره اړیکه ونیول شي. دغه راز، باید له شاوخوا خلکو مرسته وغوښتل شي، څو د اور د خپرېدو مخه ونیول شي. د برېښنا له امله د رامنځته شوي اور د مړ کولو لپاره باید هېڅکله اوبه ونه کارول شي، ځکه د برېښنا نیولو احتمال شته. غوره ده چې خلک د اور وژنې ځانګړي کپسولونه ولري او د هغو د کارولو طریقه هم زده کړي، څو په داسې حالاتو کې سم اقدامات وکړای شي.»
د غزني اوسېدونکی سید صمیم وايي: «رښتیا دا دي چې که زما په کور یا کاري ځای کې اور ولګېږي، نه پوهېږم چې څه وکړم او ښايي وارخطا شم. تر اوسه هېچا ماته دا نه دي راښودلي چې د اور وژنې کپسول څنګه وکاروم او یا د سوځېدو پر مهال کومې لومړنۍ مرستې ترسره کړم. زما په اند، ډېری خلک هم له ورته وضعیت سره مخ دي او تر هغه چې کومه پېښه نه وي شوې، د اورلګېدنې پر وړاندې د چمتووالي په اړه فکر نه کوي.»
د لغمان اوسېدونکی عليسینا وايي: «په هغو کورونو کې چې د ګازو له ډبې کار اخیستل کېږي، خلک باید پوه شي چې د اورلګېدنې پر مهال څنګه ګاز بند کړي او له پېښې سره څه ډول چلند وکړي. دا کار روزنې ته اړتیا لري، ځکه که خلک له معلوماتو پرته اقدام وکړي، ښايي د اور په کابو کولو کې پاتې راشي.»
په همدې حال کې، یو شمېر ډاکټران د اورلګېدنې پر مهال د لومړنیو مرستو د سمو لارو چارو په اړه د هېوادوالو د پوهاوي پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، پر وخت او د اصولو له مخې اقدام کولای شي د پوستکي د زیان د زیاتېدو او د نورو جدي عوارضو د رامنځته کېدو مخه ونیسي. د ډاکټرانو په وینا، په سړو او روانو اوبو کې د ۲۰ دقیقې سوځېدلي ځای مینځل، د سوځېدو له سرچینې د ټپي کس لېرې کول او پر وخت یې روغتیايي مرکز ته لېږدول، په داسې حالاتو کې له مهمو لومړنیو اقداماتو دي. دوی خبرداری ورکوي چې د سوځېدلي ځای پر سر د غاښونو کریم، غوړیو، کوچو او د یخ په څېر د توکو کارول نه یوازې د درملنې لپاره ګټور نه دي، بلکې زیانمن شوي نسج ته نور زیان هم رسولای شي.
ډاکټر حامد وردک وايي، د سوځېدو پر مهال لومړی اقدام دا دی چې ټپي کس د اور له سرچینې لرې او زیانمن شوی ځای یې په روانو اوبو سوړ شي. د هغه په وینا، دا کار باید شاوخوا ۲۰ دقیقې دوام وکړي او په دې موده کې باید د سوځېدنې د درملنې لپاره له یخ یا دودیزو توکو کار وانخیستل شي.
دغه ډاکټر زیاتوي: «ډېری خلک د سوځېدو پر مهال د لومړنیو مرستو د سمو لارو چارو پر ځای د غاښونو کریم، غوړي، کوچ یا نور توکي د زخم پر ځای لګوي؛ په داسې حال کې چې دغه توکي نه یوازې د سوځېدنې په رغېدو کې مرسته نه کوي، بلکې ښايي د زخم وضعیت لا خراب کړي. دغه راز، باید د سوځېدلي ځای پر سر جوړې شوې تڼاکې ونه چاودول شي او زیانمن شوی پوستکی ونه شکول شي.»
ښاغلی وردګ ټینګار کوي: «که سوځېدنه د مخ، غاړې، لاسونو، پښو، تناسلي غړو یا لویو بندونو په برخه کې رامنځته شي، یا ټپي کس د برېښنا یا کیمیاوي موادو له امله سوځېدلی وي، باید هرڅومره ژر چې ممکنه وي، روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي. په ځانګړي ډول، که ټپي کس د ساه اخیستلو له ستونزې، د لوګي له تنفس کولو یا د هوښیارۍ د کچې له ټیټېدو سره مخ وي، هر ډول ځنډ خطرناک تمامېدای شي.» هغه دغه راز ټینګار کوي چې د پراخو سوځېدنو پر مهال باید د زیانمن شوي ځای په احتیاط سره سوړ شي، څو د ټپي کس د بدن تودوخه په شدیده توګه راټیټه نه شي.
له بلې خوا، یو شمېر د برېښنا انجنیران خبرداری ورکوي چې د غیرمعیاري برېښنايي مزو کارول، د برېښنايي وسایلو ناسم نصب او په یوه ساکټ کې د څو وسایلو نښلول، په ودانیو کې د اورلګېدنې د خطر د زیاتېدو له لاملونو دي. د دوی په وینا، د برېښنايي مزو د ظرفیت په پام کې نه نیول او د اړتیا وړ اندازې پرتله د نریو مزو کارول، د مزو د ډېر ګرمېدو، د عایق د ویلې کېدو او په پای کې د شارټۍ او اورلګېدنې لامل کېدای شي. دغه راز، د بخارۍ او اتو په څېر د وسایلو روښانه پرېښودل، د اوراخیستونکو توکو ترڅنګ د برېښنايي وسایلو اېښودل او د غیرمعیاري ساکټونو او نښلوونکو کارول د اورلګېدنې خطر زیاتوي.
د برېښنا یو انجنیر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې په برېښنايي تأسیساتو کې د غیرمعیاري او کمزورو مزو کارول د خلکو له عامو تېروتنو دي. د هغه په وینا، کله ناکله د هغو وسایلو لپاره چې د دوو یا څلورو مربع مليمتره مقطع لرونکو مزو ته اړتیا لري، د یو نیم مربع مليمتره مقطع لرونکي مزي کارول کېږي. دا کار د برېښنايي جریان د زغملو ظرفیت کموي او د مزو د ګرمېدو لامل کېدای شي.
دغه انجنیر وايي: «یوه بله ستونزه په یوه ساکټ کې د څو برېښنايي وسایلو نښلول دي. دا کار په برېښنايي سیستم کې د زیات بار لامل کېږي او د مزي تر مقاومته ډېر برېښنايي جریان ترې تېرېږي. په پایله کې مزی ګرمېږي، عایق یې زیانمنېږي او د شارټۍ او اورلګېدنې احتمال رامنځته کېږي. دغه راز، که نښلونکې برخې او ساکټونه په سمه توګه نه وي نصب شوي یا سست وي، د سپرغۍ او اورلګېدنې احتمال زیاتېږي.»
هغه زیاتوي: «که د برېښنا جریان نه وي پرې شوی، پر برېښنايي وسایلو یا د اورلګېدنې پر ځای د اوبو اچول خلک د برېښنا نیولو له خطر سره مخ کولای شي. خلک باید له برېښنايي وسایلو واټن وساتي او که په ودانۍ کې اور ولګېږي، ژر تر ژره ترې ووځي او له لفټه کار وانخلي. وروسته باید د اور وژنې له ادارې سره اړیکه ونیسي او د برېښنا د جریان د ارزونې او پرې کولو لپاره د متخصصانو مرسته وغواړي.»
په ودانیو کې اورلګېدنه ښايي د ګازو د لیکېدو یا چاودنې، د برېښنا په مزو کې د شارټۍ، د تودوخې د تولیدونکو وسایلو د خرابۍ او د پخلنځي د وسایلو د کارولو پر مهال د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شي.





