۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي چې د پاکستان له لارې له امریکا د افغان پناهغوښتونکو د لېږدولو په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
هغه جمعه د لړم پر ۱۵مه، ویلي چې پاکستان له اړوندو لورو سره په اړیکه کې دی او په دې برخه کې د یوې مناسبې حللارې موندلو لپاره هڅې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دغه هېواد له خپلو متحدانو او شریکانو سره نږدې همکارۍ او همغږۍ ته ژمن دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي له دغه هېواده تر ۱۵۰ ډېر افغانان وباسي.
ټاکل شوې ده چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او وروسته افغانستان ته راستانه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د لړم تر ۱۶مې يعنې شنبې ورځې پورې د دې طرحې پلي کېدل په لنډمهالي ډول درولي وو.





