۸صبح، بغلان: په بغلان کې ځايي سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یوه ساتونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو شنبه د لړم پر ۱۶مه، ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې د سراج الدین حقاني د يوه ويشتل شوي شخصي ساتونکي جسد پرون د دغه ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ پر لاره موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه ساتونکی قاري نورجان احمدزی نوميده او په «طیب بدري» مشهور و.
سرچینې زیاتوي چې قاري نورجان د بغلان د ډنډغوري سیمې اصلي اوسېدونکی و او له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره دغه ولایت ته تللی و.
دغه ساتونکي په داسې حال کې وژل شوی چې طالبان تل په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي.





