• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له ماشومانوسره عاطفي اړیکي ټینګول

محمد ظریف صمیم

محمد ظریف صمیم محمد ظریف صمیم
۲۱ تله/میزان ۱۳۹۹ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰ [t_time:1602505040]

له ماشوم سره خبرې کول ځانګړی هنردی. له دې سره باور ترلاسه کولای شئ، چې د زړه خبره درته وکړي اوڅه یې چې په ماشومانه ذهن کې ګرځي، په ډاډه زړه یې په اړه پوښتنې وکړي، ماشومان هم دارتبا‌ط په ټینګولوکې دومره ساده نه دي لکه ځینې لویان چې فکر کوي.دهغوی پیغامونه ډېر ساده دي، چې غټانو ته له رمزونواورازونوډک برېښي، ځکه نو اړتیا ده چې د پوهېدولپاره یې ژوره پاملرنه وشي.
پنځه کلن احمدوړکتون ته دتلوپه لومړۍورځ په داسې حال کې چې موریې ورسره وه په دېوال کښل شوي انځورته وکتل اوپه لوړآوازیې پوښتنه وکړه: «هغه بدانځورونه چاکاږلي دي؟»
موریې په حیرانتیا سره ورته وکتل اووې وېل«داښه کارنه دی چې دومره ښکلي انځورونه بدوبولو!»
د ښوونکي چې دغې پوښتنې ته پام ؤپه خنداسره یې ووېل:«بچیه! ته دلته دې ته اړنه یې چېانځورونه وکاږې؛خو که بیا هم غواړې تر دې ښه انځورونه کاږلی شې!»
داحمدپر شونډوله رضایته ډکه موسکاخپره شوه.هغه اوس دخپلې پوښتنې ځواب ترلاسه کړی و.
له هغې وروسته احمددلوبوله وسایلو څخه داوروژنې موټرراپورته کړاوپوښتنه یې وکړه «داموټرچامات کړی؟»
موریې ځواب ورکړ«ستاپرې څه کاردی چې هرچامات کړی څه یې کوې؟ ته خودلته تراوسه څوک نه پېژنې!»
احمدپه اصل کې دنومونوپوهېدلو ته لیوالتیا نه لرله؛ بلکې غوښتل یې چې پوه شي له هغوماشومانوسره چې دلوبوشیان ماتوي، څه ډول چلند کېږي.
ښوونکی چې بیاهم داحمدپه مقصدپوهېدلیؤ،هغه ته یې مناسب ځواب ورکړاووې وېل«دلوبو وسایل دلوبولپاره دي؛خو کله چې ماتېږي هېڅ پروا نه کوي.»
احمدراضي ښکارېده. دغه خبرې هغه ته په زړه پورې وې او د خوښې وړ مالومات یې ترلاسه کړي و. نوموړي له ځان سره ووېل «دغه ښوونکی څومره ښه سړی دی،که څوک بدانځوروکاږي اویادلوبوشیان مات هم کړي؛ نه ورته په غوسه کېږي!نوزه بایدله هغه ونه وېرېږم.دلته زمالپاره ښه ځاي دی.»
احمدپه داسې حال کې چې خپلې مورته یې لاسونه ښورول، دښوونکي په لورورغی، څوپه وړکتون کې لومړۍ ورځ پیل کړي.
همدارازکله چې یوماشوم له خپل یوه ښه ملګري چې څوکاله یې یوځای په یوه ښوونځي اوپریوه څوکۍ تېر کړي بېلېږي،ښايي چې دموراوپلارله نظره دخپل ماشوم دغه بېلتون ورته ډېرجدي ونه برېښي؛خوبایدهغه تهډاډ ورکړل شي او اندېښنه یې لېرې کړو! ماشوم ته ووایو زه پوهېږم چې له خپل همزولي څخه لېرې والی سخت دی؛ ځکه چې ته له هغه سره عادت شوی وې، خو اندېښنه مه کوه، تر هغه به نور ښه ملګري پيدا کړې.»
پورتنیو بېلګو ته په پام سره، دغه رازخبرې له ماشوم سره دموریاپلاردصمیمانه رابطې لامل کېږي؛ ځکه کله چې ماشوم پوه شي یو څوک دهغه دزړه خبره کوي؛ یوازېتوب اواندېښنه یې له منځه ځي له خپل موراوپلارسره یې مینه او علاقه زیاتېږي او تل غواړي خپلې اندېښنې له هغوی سره شریکې کړي، په تېره بیادمورمینه اوهمدردي دماشوم پر زیانمنو شویو کوچنیو عواطفو دپټۍاېښودل دي.
کله چې میندې اوپلرونه په کورکې له خپلوماشومانوسره خبرې کوي او په زغم او ځېره یې خبرې اوري دایوګټوراو له صمیمیته ډک ارتبا‌ط دی.هغه مهال چې ماشومان د ښوونځي د تلو شي، په دې پړاوکې له میندو او پلرونو سره د هغوی تړاو تر پخوا کم شي،ځکه چې اوس نوماشوم په ښوونځي کې له ښوونکي سره هم د عاطفي اړیکو جوړول د ځان لپاره یوه اړتیا ګڼي.
له ماشومسره څه ډول خبرې بې اغیزې دي:
کله چې مور او پلار له خپل ماشوم سره په خبرو کې د خپلې خوښې وړ پایلې ته ونه رسېږي نو د نهیلۍ احساس کوي، د بېلګې په توګه: کله چې له ماشوم څخه پوښتنه وکړي «چېرته وې؟» هغه ځواب ورکړي «بهر». بیا ترې وپوښتي «څه دې کول؟» هغه بیا ځواب ورکړي «هېڅ».
په دې توګه هغه میندې اوپلرونه چې منطقي فکر کوي، ډېرزر په خپله تېروتنه پوهېږي. یوه مورپه دې اړه وايي: «هڅه کوم چې له خپل ماشوم سره منطقي چلندولرم؛ خو ناڅاپه مې زغم پای ته رسېږي اوپه غوسه کېږم.ماشوم مې هم یوازې هغه وخت خبره اوري چې په لوړ آواز پرې قهرجنې نارې وکړم!»
نو که له ماشوم سره له هماغه کوچنیوالي دا ډول چلند وشي، نوموړی عقده يي او کرکجن عادت کېږي او تل له نورو سره هم په تونده بڼه خبرې کوي او له بلې خوا د خلکو په وړاندې د خبرو کولو جراُت هم له لاسه ورکوي. ځکه که ماشوم ته نصیحت هم کوئ باید چې د بېلګو په یادولو سره یې له ناسمو کارونو رامنعه کړئ! یوازې ګواښل او یا هم وهل ګڼې منفي او نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي.
یوماشوم خپل ملګري ته وايي:«زه ډېر وختونه هڅه کوم چې دکوم څه په اړه له مورڅخه پوښتنه ونه کړم؛ځکه که داکاروکړم، هغه دومره خبرې راته کوي چې نورنودلوبووخت نه راته پاتې کېږي!»
نو کله چې پر ماشوم دمور یا پلار خبرې بې اغېزې وي، پر دې مهال، مینه او علاقه او نازول دومره کارنده نه دي؛ بلکې له هغوی سره عاطفي تړاو او ملګرتیا ډېره اړینه ده چې دا چاره یو ډول وړتیا یا مهارت غواړي.
له ماشومانوسره د عاطفي رابطې او ملګرتیا لپاره باید د دوی په ژبه ورسره خبرې وکړو او هڅه وکړو په ورین تندي او ځیرتیا سره یې هره خبره، پوښتنه او ستونزه واورو، نو که مو د دوی د ستونزو د بشپړ اوارولو او د غوښتنو د پوره کولو وس نه درلود، همدا په ځیر یې خبرې اورېدل هم د دوی د باور او ملګرتیا په ترلاسه کولو کې رغنده رول لري.
له ماشوم سره د اړیکو او ملګرتیا ساتلو نورې لارې چارې:
له ماشومسره د اړیکو او ملګرتیا لپاره متقابل درناوی او ارزښت ډېر اړین دی، په دې توګه چې ماشوم پرځان د باور او ویسا احساس پيدا کړي او په وړاندې یې له آمرانه لهجې تر ډېره ډډه وشي او پر ځای یې د پوهولو او ښودلو احساس ورته پیدا شي.
د بېلګې په توګه کله چې ماشوم یوه تېروتنه وکړي، که مور یا پلار د رټلو پر ځای ورته د هغه ددې کار منفي اړخونه د بېلګو په ښوولو سره بیان او بیا ورته ووایي چې له دې وروسته هڅه وکړه چې دا ډول تېروتنه ونه کړې او په سمه توګه یې قانع کړي؛ نو په دې کار سره به د ماشوم ذهني فشار راکم شي.
همداراز کله چې ماشوم په آزموینه کې کمې نومرې واخلي بیا هم په سړه سینه ډاډ ورکړل شي چې تېروتنه د بري پيلامه ده او همداراز ورته ووايي،ناکامي د بري لپاره دروازې پرانیزي، نو ماشوم به د نهیلي کېدو پر ځاي لاغښتلی شي او د رغنده کارونو لپاره به خپلې هڅې لاګړندۍ کړي.
کله چې ماشوم ډېر اندېښمن او خواشینی اواحساسات یې زیانمن شوي وي، دچاخبرې تهغوږنه ږدي،په دغه راز حالاتو کې یې داحساساتویوازې یوه برخه په خپله څېره کې انځورېږي؛نو باید دا درک کړو اودهغه په احساساتو او ذهني فشار په بشپړه توګه ځان پوه کړو، چې راسره شریک یې کړي.
کله چې ماشوم راتهووایي، نن ښوونکي وهلی!نو باید پوه شو چې نوموړي داسې څه کړي چې ښوونکی یې دې کار ته اړایستلی دی؛ نو باید چې په تېروتنه یې په نرمۍ سره ځان پوه کړو او وروسته یې چې کله ذهني فشار کم او آرام شو د بیاځلې نه تکرار لپاره ورته سپارښتنې وکړو.ماشوم بایدد خپلواحساساتوله بیانولوبې برخې نه کړو؛ ځکه که خپل احساسات په ډاډه زړه بیان کړي، خفګان او خواشیني یې راکمېږي. دا چاره یوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې د لویانو لپاره هم اغېزمه ده.
له ماشوم سره څه ډول رغندهخبرې وکړو:
کله چې ماشوم دیوې پېښې په اړه خبرې اویایې په اړه پوښتنې کوي،ښه به داوي چې دهغې پېښې په اړه دځواب ورکولو ترڅنګ، د ماشوم احساساتو ته هم پام وشي! یا په بله وینا، داسې څه ورته ونه وایو چې خواشیني یا اندېښنه یې زیاته کړو.
کله چې ماشوم د بېلابېلو مسلو په اړه په شکایت کولو له ښوونځي کور ته راشي، باید په ځیره یې خبرې واورېدل شي او د حللارې د موندلو لپاره ورته ډاډ ورکړل شي.
همدارنګه کله چې ماشوم ووایي«زه په ریاضي ښه نه پوهېږم او د سوالونو په حل کولو کې ستونزه لرم!»
نو ښه داده چې ورته ووایو «که لږ له ځیرتیا کار واخلې، زده کولی یې شي؛ ځکه په نړۍ کې هېڅ داسې څه نه شته چې زده نه شي او زه پرتا باوري یم چې کرار کرار به دې دا هر څه زده شي هېڅ اندېښنه مه کوه!»
په دې توګه له ماشوم سره عاطفي او له ملګرتیا ډکه رابطه ټینګول، د هغه پر احساساتو ژور اغېز لري او د بري په لور یې د نورو ګامونو د پورته کولو لپاره هوډ لاپیاوړی کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.