• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

قومي مرکز که د خدمتونو اداره؟ په کابل کې د طالبانو د ټرافيکو ۸۰ سلنه کارکوونکي د ميدان وردګو دي

امین کاوه امین کاوه
۱۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1767169270]

 ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې د ټرافیکو اداره د میدان وردګو او کندهار ولایتونو د قومي انحصار او ولکې پر مرکز بدله شوې ده. د موندنو له مخې، د دې ادارې نږدې ۸۰ سلنه مدیران، آمران او کلیدي کارکوونکي د میدان وردګو اوسېدونکي دي او د مدیریتونو او آمریتونو ټولې څوکۍ د وردګو او کندهاري پښتنو په واک کې دي.  د راپور موندنې ښيي چې د ټرافیکو د عمومي ریاست له ټولټال ۲۱ مدیریتونو او آمریتونو ۱۸یې د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو په لاس کې دي. د مخکیني حکومت کارکوونکي په ځانګړې توګه تاجیکان او هزاره‌ګان، یا په کور کېنول شوي دي او یا ټیټو بستونو ته تنزیل شوي او له تبعیضي چلند سره مخ شوي دي. سرچینې وایي په کابل کې د طالبانو د ټرافیکو رییس ملا بشیر اداري او مسلکي وړتیا نه لري او د هغه قومي چلند کاري فرصتونه یوازې په یوه قوم او دوو ولایتونو پورې سخت محدود کړي دي.

سرچینې وایي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړې ده چې موخه یې د پخوانیو کارکوونکو بدلول او په طالبانو پورې د تړلو ملایان ځای پر ځای کول دي او تر اوسه لسګونه کارکوونکي تنزیل شوي یا له دندو لېرې کړل شوي دي. ویل کېږي چې دا کمېټه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي رییس سیدالرحیم جاهد د دغه وزارت له سترمعینیت سره په همغږۍ جوړه کړې ده.
سرچینې وايي چې د دې کمېټې مشري د ټرافیکو ریاست د تأمیناتو مدیر حکمت‌الله سمیر پر غاړه لري او د امنیتي چارو د معاونیت د دفتر مدیر مولوي شمس الرحمن؛ د ټرافیکو ریاست د پېژند مدیر قاري نسیم، د کابل ټرافیکو ریاست د دفتر مدیر مفتي ایمن‌الدین او د ټرافیکو د عمومي ریاست د مسلکي معاونیت سکرتر زبیدالله د دې کمیټې غړي دي.

د سرچینو په خبره، د دې کمیټې رییس او ټول غړي پښتانه او د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي او په دې جوړښت کې د نورو قومونو او ژبو هېڅ استازی حضور نه لري.

د سرچینو په وینا، د دې کمیټې له خوا د ګومارنو او بدلونونو په پایله کې شاوخوا ۸۰ سلنه تجربه لرونکي کارکوونکي یا  په کور ‌کېنول شوي دي او یا ټیټو بستونو ته تنزیل شوي دي او اوس یوازې هغه اداري چارې ترسره کوي چې د طالبانو د ملایانو له لوري یې ورته لارښوونه کېږي.

دغه سرچینې همداراز وایي چې د ډګروالۍ، ډګرمڼۍ او سمونیارۍ بستونو په ګډون ټول مدیریتونه او آمریتونه یوازې هغو کسانو ته سپارل شوي چې په کندهار او میدان وردګو ولایتونو پورې اړوند دي.

سرچینې څرګندوي چې په «ملا نصرالدین» مشهو ملا بشیر چې مخکې په کندهار کې د طالبانو د ټرافیکو مدیر و، یو بې کفایته، متعصب او قومپاله کس دی. د سرچینو په وینا، هغه د کابل د مراقبتي حوزو ډېری آمران کندهاریان ټاکلي او پاتې نور ګومارل شوي کسان هم د میدان وردګو دي.

سرچینې وایي: «دغه کسان یوازې په اداري برخو کې فعالیت کوي او هېڅ یو یې په سړکونو کې حضور نه لري، په داسې حال کې چې هغه آمران او پرسونل چې په سړکونو کې دنده ترسره کوي، ډېری یې د میدان وردګو اوسېدونکي دي.

سرچینې زیاتوي چې د ټرافیکو د عمومي ریاست له ۲۱ مدیریتونو او آمریتونو  ۱۸ مدیریتونه او آمریتونه—د ډګروالۍ، ډګرمنۍ او سمونیارۍ بستونه، د پخواني رییس او اوسني رییس په ګډون—ټول د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي. د سرچینو په وینا، د څانګو مدیرانو او آمرانو هم د خپلو څانګو د ډېری غړي د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي ګومارلي دي او د دغو مقرریو له مخې د «وطن‌ پالنې او له غیرپښتنو، په ځانګړي ډول له وردګو پرته، د نورو خلکو لپاره د برابر فرصت» هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي.

سرچینې دغه راز څړګندوي چې د دغو مقرریو معیار نه لوړې زده‌کړې دي او نه کاري تجربه او نه هم د مسووليت د سم ترسراوي وړتیا؛ بلکې د دوی په وینا «بس دا بسنه کوي چې کس د میدان وردګو ولایت وي، په پښتو خبرې وکړي او ملا یا طالب وي.»

دغه سرچینې زیاتوي چې په نويو مقرریو کې د تاجک، ازبک او هزاره قومونو هېڅ غړی حضور نه لري او یوازینی معیار طالب‌توب او په پښتو ژبه برلاسي ده. د دوی په خبره، د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرافیکو عمومي ریاست او د کابل د ټرافیکو ریاست—چې نږدې دوه زره نظامي او ملکي پرسونل لري—د رهبرۍ، مدیریتي، آمریتي او اجرایوي ټولې برخې د میدان وردګو او ورپسې د کندهار د اوسېدونکو په لاس کې دي او دا اداره عملاً د یوه قوم او دوو ولایتونو په انحصار کې ده.

سرچینې وایي چې طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرافیکو  په اداره کې د جمهوریت له دورې یو محدود شمېر کارکوونکي  پاتې دي او هغوی هم تر ډېره د میدان وردګو ولایت پښتو‌ژبي دي چې د پخوا په شان امتیازونو سره خپلې دندې ترسره کوي. د سرچینو په وینا، طالبان د دغو کسانو او د ځان ترمنځ توپیر نه کوي، خو د پخواني حکومت پاتې تاجک او هزاره کارکوونکي له ځوروونکو او سپکوونکو چلندونو سره مخ دي.

  د ټرافیکو ریاست د کلیدي بستونو نوملړ چې ټول یې د یوه ولایت اوسېدونکي دي

د ټرافیکو ریاست د کلیدي بستونو نوملړ چې ټول یې د یوه ولایت اوسېدونکي دي

شمېره نوم بست دنده قوم ولایت

۱ سیدالرحیم جاهد پاسوال د ټرافیکو عمومي رییس پښتون   میدان وردګ

۲ صفت‌الله سمنوال د حادثاتو مدیر پښتون میدان وردګ

۳ ملا محی‌الدین سمنوال اداري مدیر پښتون میدان وردګ

۴ حامد جاهد سمنوال د وسایطو د ثبت مدیر پښتون میدان وردګ

۵ حکمت‌الله سمیر سمنوال د تأمنیاتو مدیر پښتون میدان وردګ

۶ مسیح‌الله سمونمل د عمومي ریاست د پېژند مدیر پښتون میدان وردګ

۷ قاري نسیم سمونمل د کابل د ټرافیکو د پېژند مدیر پښتون میدان وردګ

۸ عصمت‌الله سمونیار د عمومي ریاست مالي مدیر پښتون میدان وردګ

۹ سمیع‌الله سمونیار د مخابرې مدیر پښتون میدان وردګ

۱۰ عرفان‌الله سمونمل د پلان مدیر پښتون میدان وردګ

۱۱ حماد سمونیار د اسنادو او ارتباط مدیر پښتون میدان وردګ

۱۲ زبیدالله تورن د مسلکي مرستیال سکرتر پښتون میدان وردګ

۱۳ توکل سمونیار د حادثاتو آمر پښتون میدان وردګ

۱۴ شمس‌الرحمن سمونیار د تأسیساتو آمر پښتون میدان وردګ

۱۵ رحمت‌الله سمونمل د ښوونې او روزنې مدیر پښتون میدان وردګ

۱۶ شفیع‌الله تورن د ساتنې او مراقبت مدیر پښتون میدان وردګ

۱۷ سید آغا سمونیار د جوازد نظري آزموینې آمر پښتون میدان وردګ

۱۸ تواب تورن د وسایطو دثبت آمر پښتون میدان وردګ

۱۹ عبدالقیوم تورن د حادثاتو مرستیال پښتون میدان وردګ

۲۰ احمدالله اداری د سیسټم جوړولو آمر پښتون میدان وردګ

۲۱ فضل‌الهادي اداری د مطبوعاتو آمر پښتون میدان وردګ

۲۲ د قرارګاه قوماندان پښتون میدان وردګ

۲۳ د قرارګاه مرستیال پښتون میدان وردګ

سرچینې زیاتوي چې د کابل د ټرافیکو ریاست ۸۰ سلنه څانګې د میدان وردګو ولایت له اوسیدونکو جوړې شوې دي او د دوی په خبره دا اداره د طالبانو تر کنټرول لاندې د قومي‌سازۍ پر یوې فابریکې بدله شوې ده، هغه هم یوازې له یوه ولایته. سرچینې وایي: «دا کسان یوازې په اداري برخو کې فعالیت کوي او هېڅ یو یې پر سړکونو حضور نه لري، حال دا چې پر سړک حاضر آمران او پرسونل هم اکثراً وردګ دي.»

یوه بله باخبره سرچینه وایي: «د طالبانو د ټرافیکو عمومي رییس د میدان وردګو ولایت دی او ۸۰ سلنه کارکوونکي هم د هغه د خپلې ولسوالۍ، یعنې سیدآباده ګومارل شوي دي.» دا سرچینه زیاتوي چې د طالبانو پخواني رییس حسیب مختار په دغه رياست کې  پر ټولو دندو د خپل قوم او ولسوالۍ کسان ګومارلي دي.

طالبان اوس خپل ملايان او جنګیالي د ټرافیکو د عمومي ریاست په مسلکي او تخنیکي بستونو کې ګوماري او نړیوال بنسټونه وایي چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې ټرافیکي پېښې پنځه برابره زیاتې شوې دي. تر دې وړاندې، د سې شنبې پر ماښام د هرات–اسلام‌ کلا پر لاره د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې په ترڅ کې لسګونه کسانو  چې له ایرانه افغانستان ته راستنېدل، خپل ژوند له لاسه ورکړ.  د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو: «په دې پېښه کې ۵۳ کسان مړه شوي دي.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی و چې ټرافیکي پېښې یو د مخنیوي وړ ناورين دی او په افغانستان کې د مړینې له اصلي لاملونو ګڼل کېږي. دغه بنسټ زیاته کړې چې د سړکونو د ډیزاین په ښه کولو، د پليو لارویانو  خوندیتوب ته د لومړیتوب په  ورکولو او د ټرافیکو د سرعت په کمولو سره کېدای شي د ټولو لپاره خوندي ښارونه جوړ شي.

دغه راز ، تېر کال د کابل ایمرجنسي روغتون اعلان کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټرافیکي پېښې پنځه برابره زیاتې شوې دي. دغه روغتون د پنجشنبې په ورځ، د ليندۍ پر ۲۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او د ۲۰۲۴ کال د مارچ  مياشتو ترمنځ ثبت شوې ټرافیکي پېښې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپورونو له مخې، ډېری ترافیکي پېښې د کابل–هرات، کابل–جلال‌آباد پر لویو لارو او د هېواد د شمال پر لویه لاره کېږي. د دغو پېښو له مهمو لاملونو  د تېزرفتاره موټرو ټکرونه، له سړکه اوښتل،  سیندونو ته غورځېدل، له دېوالونو سره ټکر او درو ته لوېدل یادولای شو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو
خبرونه

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790449980]
ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د ایران نوی وړاندیز مې رد کړ

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443916]
پزشکیان: د عمان مذاکرات د ایران د اټومي موضوع د عادلانه حل لپاره غوره فرصت دی
بهرني خبرونه

پزشکیان: تهران نور له امریکا سره پر مذاکراتو باور نه لري

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443349]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.