اروپايي ټولنې په يوه ګډه اعلاميه کې ټينګار کړی چې يوازې د تاوتريخوالي زرترزره پای ته رسېدل د سولې د راتلو او جګړې د ختمېدو په موخه سياسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د طالبانو اراده ښودلی شي.
دغه اعلامیه د بشري حقونو، ښې حکومتولۍ او کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې او افغان دولت د کاري ډلو په درېيمه ناسته کې خپره شوې ده. دا ناسته په انلاين بڼه ترسره شوه چې د آسيا- پسيفيک او د اروپا د بهرنيو خدمتونو مرستيال پاولو پمپلوني او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ميرويس ناب يې مشري کوله.
اروپايي ټولنې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د ملکي وګړو د ساتنې په پار نړيوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو، ښوونيزو او روغتيايي بنسټونو او د بشر دوستانه خدمتونو کارکوونکو د ساتنې لپاره بايد د سولې د پايلو په تمه واوسو.
د ناستې دواړو اړخونو ټينګار کړی چې د ښځو، ځوانانو، لږکيو، معلولينو، کډوالو او د جګړې قربانیانو استازي دې د سولې په خبرو اترو کې برخه ولري او دغه بهير دې د افغانانو په مالکيت مخ ته ولاړ شي. دوی همداراز ټينګار کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو لاسته راوړنې دې د مذاکراتو پرمهال او له مذاکراتو وروسته خوندي او وده دې ورکړل شي.
په دې ناسته کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده شوه او دواړو لوريو د رسنيو د کارکوونکو او مدني ټولنې د فعالينو د هدفي وژنو غندنه وکړه.
اروپايي ټولنې له افغان دولته غوښتي چې ددغو وګړو د امنيت د ساتلو ترڅنګ دې کره او رڼې څېړنې ترسره کړي، مجرمين دې محاکمه او د ترسره شويو اقداماتو په اړه دې خلکو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي.
په دې ناسته کې همدارنګه د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي پر عاملينو د قانون پلي کولو، له مذهبي لږکيو سره له توپیري چلند پرخلاف د مبارزې، د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او کډوالۍ په اړه هم بحثونه وشول.
تمه کېږي چې د بشري حقونو، ښې حکومتولۍ او کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې او افغان دولت د کاري ډلې راتلونکې ناسته په ۲۰۲۲ کال کې په کابل ښار کې ترسره شي.





