• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اروپايي پارلمان: پـه افغـانستان کـې لـه بشـري قـوانیـنو د سرغړونې په اړه دې کمېسیون جوړ شي

د ۸صبح پښتو مجله

 د ۸صبح پښتو مجله د ۸صبح پښتو مجله
۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۲ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624350875]

اروپايي پارلمان د پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو د جدي سرغړونې په اړه د پلټنو لپاره د یوه کمېسیون د جوړولو غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ په افغانستان کې د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، د پارلمان د بهرنیو اقداماتو له کمېسیون او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا وهڅوي چې په افغانستان کې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو د سرغړونې په هکله د پلټنو په موخه یو کمېسیون جوړ کړي. د اروپايي پارلمان د مالوماتو له مخې، د تېرو شلو کلونو په بهیر کې په اټکلیزه توګه ۱۵۰ زره تنه وژل شوي چې ۳۵ زره یې ملکي وګړي وو.
اروپايي پارلمان په دغه پرېکړه لیک کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بشپړېدو وروسته د افغانستان وضعیت ماتېدونکی بللی دی. د اروپايي پارلمان په وینا، د ملکي وګړو پرخلاف تاوتریخوالی زیات شوی او د افغانستان راتلونکی لرلید او د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنو خوندیتوب د اندېښنې وړ دی. په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره په یو وخت، تاوتریخوالی زیات شوی او د سولې مذاکرات له بندون سره مخامخ شوي دي.
اروپايي پارلمان په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ په تېره بیا داعش او القاعدې د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د پياوړتیا په هکله یې د ملګروملتونو سازمان د څارونکو ډلو موندنې له خبرداري ډکې بللې دي.
اروپايي ټولنې ویلي چې د سولې مذاکراتو د ماتې په صورت کې به په افغانستان کې د جګړې دوام ترډېره پر ښځو، ماشومانو او قومي لږکیو اغېز وکړي. د اروپايي پارلمان په ۲۷ماده ییز پرېکړه لیک کې ویل شوي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره باید دواړه لوري له درېیم منځګړي یعنې ملګروملتونو له سازمانه ګټه واخلي.
اروپايي پارلمان په افغانستان کې د ترهګرۍ د مالي سرچینو پرخلاف د مبارزې اړتیا ته په اشارې سره وايي چې په ۲۰۱۸ کال کابو شل سلنه دغه سرچینې له ناخالصو کورنیو تولیداتو ترلاسه شوې دي.
له بلې خوا، اروپايي پارلمان جوته کړې چې له پرمختګونو سره سره تراوسه هم ښځې، ماشومان او نجونې له وېروونکي ګواښ سره مخامخ دي. د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید ته اشاره شوې چې نوي ښځینه زده کوونکې پکې ووژل شوې او ۲۴۰ ټپي شوې وې. اروپايي پارلمان د برچي پر سل بستریز روغتون د تېر کال برید ته هم اشاره کړې او د ملګروملتونو سازمان په څارنه یې د دغو دوو پېښو د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.
د اروپايي پارلمان په ناسته کې همداراز له طالبانو ډلې غوښتل شوي چې پر ملکي وګړو په تیره بیا د رسنیو، دولتي او نادولتي کارکوونکو بریدونه ودروي او د دایمي اوربند په منلو سره نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي.
له بله پلوه، اروپايي پارلمان په پام کې لري چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کال پورې له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو مرسته وکړي. د اروپا پارلمان همداراز له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د اروپايي پارلمان په باور کورونا په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده.
اروپايي پارلمان د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګاونډیو هېوادونو، منځنۍ آسیا او د سیمې د لویو قدرتونو ملاتړ او همکاري اړینه بللې ده.
د اروپا د پارلمان په وینا، افغان دولت باید په واقعي توګه له ترهګرۍ، وسله والو ډلو او د نشه يي توګه له تولید سره مبارزې او د نامنظمې کډوالې کنټرول مخنیوي ته ژمن وي.
اروپايي پارلمان په افغانستان کې وچکالۍ ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه طبیعي خطر به ۱۷،۶ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ کړي او همداراز به ۵،۵ میلیونه نور سالمو خوړو ته د لاسرسي لپاره له بیړني حالت سره مخامخ شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د عزیزي بانک مشتریان: د حساب پرانیستلو پر مهال د لګښتونو په اړه معلومات نه راکول کېږي
راپورونه

د عزیزي بانک مشتریان: د حساب پرانیستلو پر مهال د لګښتونو په اړه معلومات نه راکول کېږي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791267467]
رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي
خبرونه

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791263987]
بنېټ: د نجونو پرمخ به د روغتیایي علومو  د انسټیټیوټونو تړل د خلکو پر ژوند خورا منفي اغېزې ولري
خبرونه

بېنېټ: د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو حکم «خورا مهم» دی

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791227940]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.