۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې په بدخشان، بغلان او تخار کې اته زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي برخمن شوي دي.
اوچا پنجشنبه د تلې پر ۳۰مه ویلي چې دا پروګرام د افغانستان د بشردوستانه صندوق په ملاتړ پلی شوی دی.
د دغه پروګرام په چوکاټ د بدخشان، بغلان او تخار په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو سیستمونه جوړ شوي دي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او پاکو اوبو ته لاسرسی د کورنیو لپاره پر ورځنۍ ستونزې بدل شوی دی.
اوچا ټینګار کړی چې انعطاف منونکې او د وړاندوینې وړ مالي مرستې، تر ټولو اغېزمنو ټولنو ته د حیاتي مرستو د برابرولو شونتیا برابروي.





