۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نورستان په مرکز پارون کې له سېلابځپلو او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي بنسټ سهشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي چې هیله لري ورک شوي کسان ژر وموندل شي.
اروپايي ټولنې ژغورنډلو ته هم د بریا هیله کړې چې د سېلابونو د قربانیانو د پلټنې او له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې په عملیاتو کې هڅې کوي.
له دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په نورستان کې له سېلابځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په نورستان کې له سېلابځپلو کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ، زیانمنو شویو ته د بېړنیو روغتیايي خدماتو د پیل خبر هم ورکړی دی.
د یادونې ده چې پرون په نورستان کې ویجاړونکو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي.





