د ۸صبح یادښت: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا راستنېدو د پنځه کلنۍ په درشل کې ۸صبح د ځانګړو مرکو یوه لړۍ خپروي. په همدې لړۍ کې د افغانستان د متحدې جبهې له مشر سمیع سادات سره دا مرکه په لیکلې بڼه شوې ده. د دې مرکې پوښتنې د ۸صبح یو شمېر ښځینه خبریالانو او لیکوالو مطرح کړې دي. د ۸صبح د خبریالانو او لیکوالو نومونه په افغانستان کې د هغوی د حضور او فعالیت له امله مستعار یاد شوي دي.
د ۸صبح خبریاله ایلیا
ایلیا: زه د یوې داسې نجلۍ په توګه چې په افغانستان کې ژوند کوم، خپلې پوښتنې په څرګند ډول مطرح کوم. که جبهې په واک کې ونډه واخلي، څه تضمین شته چې ښځې به یو ځل بیا له رهبرۍ او سیاسي پرېکړو ونه ایستل شي؟
سمیع سادات: د متحدې جبهې په سیاسي لیدلوري کې په سیاست، اقتصاد او ټولنه کې د ښځې او نارینه ترمنځ هېڅ توپیر نشته. باید له هغو وړتیاوو چې ښځې یې لري، د افغانستان په جوړولو کې اغېزناکه ګټه واخیستل شي. بله موضوع خپله په ښځو پورې اړه لري، چې تر کومې کچې کولای شي له افغان نارینهوو سره د ګډې مبارزې په برخه کې همکاري وکړي. البته، له مېرمنو د جګړې تمه نه لرو، خو غواړم چې په سیاسي او مدني برخو کې له موږ سره همغږي وي.
ایلیا: هغه جبهې چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، له تېرو انحصاري حکومتونو او جوړښتونو سره څه توپیر لري او څنګه به د تېرو تېروتنو له تکراره مخنیوی وکړي؟
سمیع سادات: په متحده جبهه کې موږ د افغانستان تاریخ په وار وار مطالعه کړی، له تېرو تېروتنو مو زده کړه کړې او له همدې امله مو وخت ورکړی او یوه هر اړخیزه ستراتیژي مو جوړه کړې ده، څو نه یوازې د جګړې، بلکې د سیاست او مدني مبارزې له لارې هم طالبان مات کړو. زموږ لار نقشه د ثباتجوړونې تر پړاو پورې له همدا اوسه جوړه شوې او هره برخه پوهېږي چې په کوم وخت او پړاو کې څه کار ترسره کړي.
ایلیا: د افغانستان لپاره د متحدې جبهې مشخص سیاسي پلان څه دی؛ د کوم ډول سیاسي نظام، انتخاباتي نظام او د واک د وېش وړاندیز کوئ؟
سمیع سادات: متحدې جبهې د «ازادۍ ته د رسېدو لار» په نوم د لارې نقشه جوړه کړې ده چې لاندې پړاوونه پکې په پام کې نیول شوي دي: د جګړې او د طالبانو د ماتولو پړاو؛ د لېږد پړاو، چې په دې وخت کې به په کابل کې د خلکو دودیزه لویه جرګه رابلل کېږي او خلک به د انتقالي حکومت سیاسي بڼه او لومړیتوبونه ټاکي؛ په دې لړ کې به که یې خلک لازمه وبولي، د اساسي قانون بیاکتنه او بدلون هم شامل دی. هره پرېکړه چې په دې جرګه کې وشي، متحده جبهه به یې ملاتړ وکړي. په دې پړاوونو کې به اسلامي او افغاني اساسي اصول په پام کې نیول کېږي او دغه پړاوونه به په یوه منظم بهیر کې عملي کېږي. د دغو پړاوونو د ترسراوي لپاره موږ قربانۍ ورکولو او پیاوړې رهبرۍ ته چمتو یو.
ایلیا: که واک ته ورسېږئ، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او د کار ته ښځو د بېرته ستنولو لپاره په ځانګړې توګه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې کوم مشخص اقدامات کوئ؟
سمیع سادات: د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل باید د هر نوي حکومت په کاري لومړیتوبونو کې وي. البته، د هماغه وخت د شرایطو له مخې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته نوی او له عصري معیارونو سره سم ښوونیز او تحصیلي نصاب معرفي شي. هغه دیني مدرسې چې طالبانو جوړې کړې دي، ټولې باید وتړل شي. لومړنی اقدام باید د افغانستان د حکومتولۍ لپاره د یوه اغېزناک او عملي سیاسي نظام جوړول وي.
ایلیا: د سیاسي مخالفانو حقونه او ازادۍ به څنګه تضمین شي او ایا جبهې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو مخالفانو سره خبرو او یوې ټولګډونې سیاسي هوکړې ته چمتو دي؟
سمیع سادات: متحده جبهه د اساسي قانون په چوکاټ کې نظم ته ژمنتیا لري او اوس هم ځان د ۲۰۰۴ کال د لویې جرګې له لوري د تصویب شوي اساسي قانون وارثه ګڼي؛ هغه قانون چې د وګړو حقونه او مکلفیتونه پکې د قانون په توګه یاد شوي دي. موږ ځان د افغانستان د ټولو وګړو د فردي ازادیو درناوي ته ژمن ګڼو. غواړو ازاد واوسو او د نورو ازادۍ ته درناوی وکړو. موږ د ازادۍ د بېرته راستنولو مبارزان یو؛ دا طالبان دي چې د ازادۍ پر ضد دي.
د ۸صبح خبریاله مینه
مینه: زما پوښتنې له تاسو لنډې دي. ایا ښځې د مقاومت د جبهو د پرېکړو او رهبرۍ په جوړښت کې رښتینی حضور لري؟ که هو، په کومه کچه او له کومو واکونو سره؟
سمیع سادات: هو، مېرمنې د متحدې جبهې په چوکاټ کې فعال رول لري او په رهبرۍ کې هم حضور لري. همدا اوس د متحدې جبهې د بشري مرستو پروګرام یوه مېرمن پر مخ وړي. دغه راز، د متحدې جبهې یوې بلې پراخې برخې د نجونو لپاره ډېر ښوونځي په انلاین بڼه جوړ کړي دي چې د امنیتي دلایلو له امله په دې اړه ډېرې خبرې نه شو کولای.
مینه: که تاسو د هغې افغانې نجلۍ پر ځای وای چې څلور کاله له خپلو زدهکړو، کار او ډېرو اساسي حقونو محرومه شوې ده، له خپل ځانه به مو څه غوښتل؟
سمیع سادات: زه نه شم کولای د هغه موقف ځواب ورکړم چې پکې نه یم.
د ۸صبح خبریاله خورشید
خورشید: زه هم خپلې اندېښنې له تاسو سره د څو پوښتنو په چوکاټ کې شریکوم. لومړی دا چې د طالبانو مخالفې جبهې څنګه تضمینوي چې وسلهواله مبارزه یې ملکي وګړو ته زیان نه رسوي او د طالبانو له لوري د خلکو پر وړاندې د غچ اخیستنې په صورت کې څه مسوولیت مني؟
سمیع سادات: متحده جبهې خپل پوځي عملیات د یوه سټراتیژیک لارښود له مخې ترسره کوي چې «د محاربوي عملیاتو لارښود» نومېږي. دغه لارښود د جګړې پر مهال د اقداماتو اصول ټاکي او د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې لپاره مشخص ممنوعیتونه پکې په پام کې نیول شوي دي. دغه لارښود د جهاد د فقهې، د جګړې او وسلهوالو شخړو د قانون او د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له اصولو سره سم جوړ شوی دی. د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی.
خورشید: ولې د طالبانو مخالفې جبهې، سره له دې چې ګډ هدف لري، تر اوسه نه دي توانېدلي سره متحدې شي او د دغه یووالي پر وړاندې اصلي خنډونه څه دي؟
سمیع سادات: موږ د سیاسي پلورالیزم پر نظریاتو باور لرو، خو د همغږۍ غوښتونکي یو. هر هغه فرد او ځواک چې د افغانستان ملي ارزښتونه، لکه ملي بیرغ، فردي ازادۍ او د ټولو لپاره عدالت مني، موږ غواړو ورسره متحد شو.
خورشید: که طالبان له واکه لرې شي، څه تضمین شته چې دا جبهې به له یو بل سره په وسلهواله شخړه کې ښکېلې نه شي او افغانستان به یو ځل بیا له کورنۍ جګړې او ملوکالطوایفۍ سره مخ نه شي؟
سمیع سادات: متحده جبهه له طالبانو سره د جګړې او له طالبانو وروسته د دویمې ورځې لپاره هم پلان لري او د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره مفصل پلان لرو. د متحدې جبهې په لار نقشه کې د افغانستان شرایطو او اړتیاوو ته د ځواب ویونکي سیاسي نظام جوړول په پام کې نیول شوي دي.
خورشید: ایا ستاسو جبهه د ګډ هدف ته د رسېدو لپاره د لږو تلفاتو او ډېرو لاستهراوړنو په موخه، واحد او مشخص سیاسي پلان او ستراتیژي لري؟
سمیع سادات: متحده جبهه ازادۍ ته د رسېدو لپاره له جګړهییزو، سیاسي او مدني لارو ګټه اخلي.
د ۸صبح خبریاله آدرینا بهزاد
آدرینا: ولې افغان ښځې او نجونې باید نن د مقاومت پر جهو باور وکړي او ستاسو د لیدلوري او کړنلارې او د تېرو سیاسي تجربو ترمنځ څه توپیر شته؟
سمیع سادات: ډېر ستر توپیر لري. موږ خپله مبارزه له هغې ورځې پیل کړه چې افغانستان اشغال شو او د هغه د ازادۍ لپاره خپل وخت، ژوند او وړتیاوې لګوو. موږ د ازادۍ غوښتونکي یو او اوس هم له هغو کسانو چې زموږ ملاتړ کوي، مننه کوو. اوس موږ هغه څوک یو چې ستاسو ملاتړ کوو.
د ۸صبح خبریاله بهنیا
بهنیا: غواړم پوه شم چې تاسو تر کومې کچې قربانۍ ورکولو ته چمتو یاست او د خلکو له لوري مو څومره ملاتړ کېږئ؟
سمیع سادات: موږ په متحده جبهه کې چمتو یو چې د افغانستان د ازادۍ لپاره له ټولو وسایلو او امکاناتو ګټه واخلو او هره اندازه قربانۍ او هر څومره وخت ته چې اړتیا وي، دغه مبارزه بریا ته ورسوو. متحده جبهه په افغانستان کې، په تېره بیا د نوي نسل له هر اړخیز او پراخ ملاتړه برخمنه ده او موږ پرې ویاړو.
د ۸صبح لیکواله مهتاب
مهتاب: ایا د مقاومت جبهې د افغانستان په راتلونکې رهبرۍ، سیاسي جوړښت او پرېکړو کې د ښځو د رښتیني او برابر حضور لپاره مشخص پلان لري؟
سمیع سادات: په متحده جبهه کې د ښځو او نارینهوو نظرونه مساوي ځواک او ارزښت لري او همداسې به دوام وکړي.
مهتاب: که طالبان له واکه لېرې شي، ایا متحده جبهه به واک یوه لنډمهالي حکومت او وروسته یوه انتخاباتي او ټولګډوني نظام ته وسپاري، که ځان د حکومت کولو مستحق ګڼي؟
سمیع سادات: متحده جبهه به په انتقالي دوره کې واک لویې جرګې ته وسپاري، خو د ملي بنسټونو د بنسټګرې په توګه به خپل ځواک هم وساتي، څو د انارشۍ او جنګسالارۍ مخه ونیسي.





