۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې ویاند ناصرخان شیرزی وايي چې د طبي فعالیت د جواز یا «ایګزېټ» ازموینه سبا اخيستل کېږي.
شیرزي پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه، ویلي چې دا ازموینه به سبا د معالجوي طب له فارغانو واخیستل شي.
د هغه په وینا، د غاښونو د طب د فارغانو ایګزېټ ازموینه به د تلې په ۲۴مه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ښځینه فارغانې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په دې ازموینه کې له ګډونه محرومې دي.
د ښځینه فارغانو دغه محرومیت زرګونه ښځې د ډاکټرې کېدو د هیلې له پوره کولو بې برخې کړې او روغتیايي خدمتونو ته یې د ښځو او نجونو لاسرسی هم له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.





