۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۲۱۰ کورنۍ چې ۹۶۶ کسان پکې شامل دي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو ویاند حمدالله فطرت پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۳ کورنۍ چې ۱۹۲ کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۲۶ کورنۍ چې ۵۵۹ کسان پکې شامل دي، د ورېښمو پله له لارې او ۲۳ کورنۍ چې ۸۰ کسان پکې شامل دي، د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همداراز، ۲۸ نورې کورنۍ چې ۱۳۵ کسان پکې شامل دي، د سپینبولدک له لارې هېواد ته راغلې دي.





