۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوټرېش سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت او د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې پر عملي اقدام ټینګار کړی چې په وينا يې له افغانستانه فعالیت کوي.
شهباز شریف پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه، له ګوټرېش سره د خپلې کتنې په اړه په یوه پیغام کې ویلي چې دواړو لورو د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د هڅو، په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو، د سولې ساتنې او سیمهییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې اسلاماباد خبرې اترې او ډیپلوماسي د شخړو د حل او د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي یوازینۍ لار بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.





