۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه، ویلي چې تر اوسه د اړتیا وړ بوديجې یوازې ۲۲ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
دغه دفتر زیاته کړې چې د افغانستان ښوونیز نظام د ښوونکو، درسي ټولګیو او ښوونیزو سرچینو له کمښت سره مخ دی.
د اوچا په وینا، د نجونو وضعیت لا خراب دی، ځکه هغوی لا هم د منځنیو زده کړو د دوام له حقه محرومې دي.
دغه دفتر همداراز په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه بندیز باید نور اوږد نه شي.





