۸صبح، کابل: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له «ساکو افغان» شرکت سره یې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید پروژې تړون لاسلیک کړی دی.
د افغانستان رسنيو مرکز سهشنبه د مرغومې پر ۴مه راپور ورکړی چې دا تړون د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هدايتالله بدري او د «افغان ساکو» شرکت مشر وو زيدان ترمنځ لاسليک شوی دی.
د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا پروژه به د لوګر ولایت په التمور سیمه کې پلې کېږي او هره ورځ به دوه زره او ۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.
طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه تړون موده ۳۰ کاله ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د دې پروژې له لارې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه وزارت همداراز زیاته کړې چې تر اوسه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید څلور لویې پروژې لاسلیک کړي دي.
طالبانو ادعا کړې چې د دې پروژو له لارې به د سمنټو په تولید سره افغانستان د بهرنیو سمنټو وارداتو ته اړتیا ونه لري.
د قانون د تشې او د قانوني بنسټونو له خوا د څارنې په نشتوالي کې د دې تړونونو لاسلیک کېدو د هېوادوالو اندېښنې ډېرې کړي دي.




