۸صبح، ننګرهار: د ځايي خلکو په خبره نن شنبه د تلې/ميزان پر دریمه سهار مهال د جلال اباد لومړۍ ناحیې اړوند سراج العمارت بڼ سره چاودنه شوی ده.
د ځايي خلکو په خبره، دغه چاودنه د سړک په منځ ګلدان کې د اېښودل شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
د جلال اباد ښاروالۍ هم چاودنه تاييد کړی او ويلي دي، چې په دې چاودنه کې د تنظيف يو کارکوونکی ټپي شوی دی.
ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې په ننګرهار کې څو چاودنې شوي او د دغو چاودنو پړه داعش منلې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين ذبيحالله مجاهد ويلي، چې داعش په فزيکي ډول په افغانستان کې نشته او دا چاودنې به د دې ډلې وروستۍ هغه وي.