ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنځو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس دوشنبه د جولای پر ۲۰مه، راپور ورکړی، چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له لوري پر ایران د بریدونو د نوې څپې د پيلولو د خبر له ورکولو وروسته، د شمال لوېدیځ د مهم ښار تبریز او دوو مهمو بندرونو په ګډون د ایران په پنځو ښارونو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.
د راپور له مخې، د چاودنو غږونه په تبریز، د سویل ختیځ په ساحلي ښارونو چابهار او کنارک او د سویل لوېدیځ په ماهشهر بندر او د امام خمیني په بندر کې چې د انرژۍ مهم مرکزونه دي، اورېدل شوي دي.
دا راپورونه څو دقیقې وروسته له هغې خپاره شول، چې سنټکام اعلان وکړ، د ایران پر یو شمېر هدفونو یې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.





