په سترګو کې د تورو داغونو رڅرګندېدل یوه عامه ستونزه ده چې د لید په ساحه کې د داغونو، تورو ټکو یا خوځېدونکو تارونو په بڼه راڅرګندېږي او په هر عمر کې رامنځته کېدای شي. په همدې حال کې، په کابل کې د سترګو یو شمېر ډاکټران وايي، د دې ستونزې د لاملونو، د رامنځته کېدو د عمر او احتمالي پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي نشتوالی د دې لامل شوی چې ځینې ناروغان ورته پام ونه کړي او ډاکټر ته تګ وځنډوي. د دوی په وینا، دا ستونزه په ډېری مواردو کې په بدن کې له بدلونونو او د عمر له زیاتېدو سره تړاو لري او تر ۴۰ کلنۍ پورته کسانو کې ډېره لیدل کېږي. د دوی په اند، شدید نږدې لید، سترګې ته ضربه، التهاب او د سترګو د جراحۍ مخینه هم د دې ستونزې په رامنځته کېدو کې رول لرلای شي.
دغه ډاکټران زیاتوي چې ځینې ناروغان د دې ستونزې د درملنې لپاره دودیزو لارو چارو، لکه د رانجو او شاتو کارولو ته مخه کوي؛ خو دا لارې چارې د سترګو په لید کې د داغونو د څرګندېدو ستونزه نه له منځه نه وړي او د ناپاکو موادو کارول سترګو ته زیان رسولای شي. دوی خبرداری ورکوي چې د لید په ساحه کې د خوځېدونکو داغونو، د رڼا د ځلاوو یا د تور سیوري او پردې ناڅاپي راڅرګندېدل د سترګې د شبکیې د شلېدو یا جلا کېدو نښه کېدای شي او ډاکټر ته په مراجعه کې ځنډ د لید د سخت او دایمي کمښت خطر زیاتوي. ډاکټران د دې ستونزې په اړه د عامه پوهاوي پر لوړولو ټینګار کوي او وايي، د خبرداروونکو نښو پېژندل او پر وخت ډاکټر ته مراجعه د لید د جدي زیانونو په مخنیوي کې مهم دي.
د سترګو یو ډاکټر احمدولید فرهمند وايي، په افغانستان کې په سترګو کې د تورو داغونو د څرګندېدو په اړه د خلکو پوهاوی ټیټ دی او یو شمېر کسان د دې ستونزې پر احتمالي پایلو د نه پوهېدو له امله ورته جدي پام نه کوي. د هغه په وینا، ځینې ناروغان د ډاکټر پر ځای د دې ستونزې د درملنې لپاره کورنیو لارو چارو ته مخه کوي.
فرهمند وايي: «په سترګو کې د هر داغ راڅرګندېدل د یوې خطرناکې ناروغۍ په مانا نه دي؛ خو د نویو او ناڅاپه راڅرګندو شویو داغونو له پامه غورځول نه دي په کار. کله ناکله دا ستونزه د شبکیې د شلېدو یا جلا کېدو نښه کېدای شي. که یو کس ناڅاپه د لید په ساحه کې ګڼ تور داغونه وویني، د رڼا ځلاوې احساس کړي یا داسې ورته ښکاره شي چې یوې تورې پردې یې د لید یوه برخه پټه کړې ده، باید سمدستي د سترګو متخصص ته مراجعه وکړي؛ ځکه د شبکیې د ستونزو په تشخیص او درملنه کې ځنډ د لید د سخت او دایمي کمښت لامل کېدای شي.»
فرهمند زیاتوي چې دا ستونزه په ډېری مواردو کې ځانګړې درملنې ته اړتیا نه لري؛ خو که شبکیه وشلېږي یا جلا شي، ناروغ باید ژر تر ژره تر درملنې لاندې ونیول شي. د هغه په وینا، د درملنې لاره د ستونزې د لامل له مخې ټاکل کېږي او په ځینو مواردو کې له لېزر یا جراحۍ کار اخیستل کېږي.
دغه ډاکټر زیاتوي: «خلک باید د دې ستونزې د درملنې لپاره کورنیو لارو چارو، لکه د شاتو، رانجو، اوبو یا دودیزو څاڅکو کارولو ته مخه نه کړي؛ ځکه دا مواد نه یوازې د سترګې د زجاجیې مادې د بدلونونو درملنه نه کوي، بلکې د سترګو د التهاب، حساسیت یا عفونت لامل هم کېدای شي. پر وخت د سترګو متخصص ته مراجعه او د ستونزې سم تشخیص، په ځانګړي ډول د شبکیې د زیان په مواردو کې د لید د سخت او دایمي کمښت مخه نیولای شي.»
د سترګو متخصص او جراح عبدالواجد وايي، په سترګو کې د تورو داغونو راڅرګندېدل د سترګو له عامو ستونزو دي چې د لید په ساحه کې د تورو ټکو، نریو تارونو، د غڼې د جال په څېر بڼو یا خوځېدونکو څیزونو په بڼه راڅرګندېږي. د هغه په وینا، دا ستونزه ډېری وخت د سترګې د زجاجیې مادې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي او د عمر زیاتېدل، په ځانګړې توګه له ۴۰ کلنۍ وروسته، شدید نږدې لید او د سترګو د جراحۍ یا ضربې مخینه یې له رامنځته کېدو سره تړلي عوامل دي.
دغه متخصص وايي: «په سترګو کې تور داغونه معمولاً د لید په ساحه کې د تورو ټکو، نریو تارونو یا خوځېدونکو څیزونو په بڼه څرګندېږي او په ډېری مواردو کې د سترګې د زجاجیې مادې د بدلونونو او په هغې کې د کولاژني تارونو د راغونډېدو په پایله کې رامنځته کېږي. دا ستونزه له۴۰ کلنۍ پورته کسانو او هغو کسانو کې ډېره لیدل کېږي چې شدید نږدې لید لري یا یې د سترګو د جراحۍ او ضربې مخینه لرلې وي. له دې سره سره، په سترګو کې هر داغ د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه نه ده؛ خو که خوځېدونکي داغونه ناڅاپه راڅرګند شي یا یې شمېر زیات شي، باید دا ستونزه د عمر زیاتېدو یا د سترګو ستړیا ته منسوبه نه شي. په داسې مواردو کې د شبکیې معاینه اړینه ده؛ ځکه کله ناکله په سترګو کې د داغونو راڅرګندېدل د شبکیې د شلېدو یا جلا کېدو له نښو وي.»
دغه ډاکټر ټینګار کوي چې د سترګو د عادي څاڅکو، رانجو او شاتو کارول د دې ستونزې د درملنې په اړه ناسم باورونه دي؛ ځکه دا مواد د سترګې د زجاجیې مادې دننه خوځېدونکي داغونه له منځه نه شي وړلای. هغه سپارښتنه کوي چې خلک دې د دې ستونزې د درملنې لپاره کورنیو لارو چارو ته مخه نه کوي او د نښو له لیدلو وروسته دې د ستونزې د لامل معلومولو او مناسبې درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي
دغه ډاکټر خبرداری ورکوي: «یو مهم ټکی دا دی چې د موبایل او کمپیوټر اوږدمهاله کارول، د خوب کموالی او د سترګو ستړیا په خپله د سترګو په لید کې د دغو خوځېدونکو داغونو د رامنځته کېدو مستقیم لاملونه نه دي. دغه راز، د سترګو عادي څاڅکي، رانجه او شات نه شي کولای د سترګې د زجاجیې مادې دننه راغونډ شوي مواد له منځه یوسي او نه هم د شبکیې د شلېدو یا جلا کېدو درملنه کولای شي. که یو کس ناڅاپه په سترګو کې ګڼ خوځېدونکي داغونه وویني، د رڼا ځلاوې احساس کړي یا داسې ورته ښکاره شي چې یوې تورې پردې یا سیوري یې د لید د ساحې یوه برخه پټه کړې ده، باید له ځنډ پرته او په هماغه ورځ د سترګو متخصص ته مراجعه وکړي. که شبکیه شلېدلې یا جلا شوې وي، په تشخیص او درملنه کې ځنډ د لید د سخت کمښت او ان د دایمي ړندېدو لامل کېدای شي.»
عبدالواجد د افغانستان د خلکو په منځ کې د سترګو په لید کې د تورو داغونو د څرګندېدو په اړه د پوهاوي پر زیاتولو ټینګار کوي او د دې ستونزې د نښو، لاملونو او پایلو په اړه عامه پوهاوی اړین بولي.
په همدې حال کې، یو شمېر هغه ناروغان چې په سترګو کې د داغونو له ستونزې سره مخ شوي، وايي، تر دې ستونزې له اخته کېدو مخکې یې په دې اړه ډېر معلومات نه لرل او د رامنځته کېدو له لاملونو، د تشخیص له لارو او درملنې یې هم خبر نه وو. دوی زیاتوي چې په پیل کې یې د لید په ساحه کې داغونه جدي نه ګڼل او نه پوهېدل چې دا ستونزه په ځینو مواردو کې د سترګې د شبکیې د یوې جدي ستونزې نښه کېدای شي.
۴۰ کلنه شیما چې په سترګو کې د داغونو له ستونزې سره مخ شوې، وايي، تر هغې وروسته چې مېړه یې ووهله او سترګې ته یې ضربه ورسېده، د لید په ساحه کې یې تور داغونه څرګند شول. د هغې په وینا، په پیل کې یې دې وضعیت ته جدي پام ونه کړ او فکر یې کاوه چې داغونه د اندېښنې او رواني فشار له امله رامنځته شوي دي؛ خو د وخت په تېرېدو سره د داغونو شمېر زیات شو او لید یې هم تت شو.
شیما وايي: «په لومړیو ورځو کې مې فکر کاوه چې ښايي د اندېښنې او رواني فشار له امله مې په سترګو کې تور داغونه وینم؛ خو ورو ورو د دغو داغونو شمېر زیات شو او لید مې هم تت شو. وروسته مې ورور ډاکټر ته بوتلم او هغه د سترګو متخصص ته ور وپېژندلم. ډاکټر ته تر ورتګ او درملنې وروسته مې وضعیت ښه شو. اوس فکر کوم که څوک له داسې ستونزې سره مخ کېږي، باید انتظار ونه کړي او ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
په سترګو کې د تورو داغونو راڅرګندېدل د لید له هغو ستونزو دي چې په ډېری مواردو کې د عمر له زیاتېدو او د سترګې د زجاجیې مادې له بدلونونو سره تړاو لري. دا ستونزه معمولاً ځانګړې درملنې ته اړتیا نه لري؛ خو د خوځېدونکو داغونو ناڅاپي راڅرګندېدل یا له هغو سره د رڼا د ځلاوو او د لید د کمښت ملتیا د شبکیې د جدي ستونزو نښه کېدای شي.
د سترګو متخصصان ټینګار کوي چې د عادي داغونو او هغو داغونو ترمنځ توپیر چې د شبکیې د شلېدو یا جلا کېدو له امله رامنځته کېږي، یوازې د سترګو د تخصصي معاینې له لارې معلومېدای شي. له دې سره سره، په افغانستان کې په سترګو کې د دغو داغونو د لرونکو او د شبکیې د زیان اړوندو پېښو په اړه کره او مشخصې شمېرې په واک کې نشته.






