۸صبح، کندهار: سرچینې وايي، طالبانو هغه کسان په نیولو ګواښلي دي چې په ټولنیزو شبکو کې یې په دغه ښار کې د درمل پلورونکو اعتراض منعکس کړی دی.
سرچینو د چهارشنبې پر شپه د لړم پر ۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید دغه کسان دغه راز ګواښلي چې سخت چلند به ورسره وشي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو له ګواښونو وروسته یو شمېر کسانو خپلې لیکنې او ویډیوګانې حذف کړې دي.
ځینو نورو بیا د طالبانو د امنیه قوماندانۍ خبرتیا په خپلو ټولنیزو پاڼو کې بیا خپره کړې ده.
د چهارشنبې په ورځ طالبان د پاکستاني درملو د ضبطولو لپاره د کندهار د نوې سړک د درمل پلورونکو بازار ته ورغلل؛ خو هلته د سلګونو درمل پلورونکو له اعتراض سره مخ شول.
د سرچینو په وینا، د نښتې پر مهال طالب جنګیالیو د خلکو پر لور ډزې کړې دي.
سرچینې وايي، د نښتې په ترڅ کې شپږ ملکي وګړي او پنځه طالب جنګیالي ټپیان شوي دي.
طالبانو دغه راز د اعتراض د تنظیمولو په تور د درملو د شرکتونو ۲۱ مسوولان او کارکوونکي نیولي دي.






