ناکامه مینه؛ د جهش او فریدې کیسه څه وه؟

زموږ په وطن کې مینه ډير کله قرباني اخلي، کله د معشوقې راتلونکې قربانی کوي او کله يې هم ژوند. د افغانستان په تړلې ټولنه کې واکمن دود له ښځو د انتخاب حق اخیستی دی، نو ځکه د نجونو او ښځو برخلیک د نارینه وو په لاس ټاکل کیږي. افغان نجونې د ژوند په هر پړاو کې باید قرباني ورکړي ترڅو د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي، ان که دغه قرباني په ناکامه مینه هم تمامیږي او یا د نجلۍ راتلونکی تیاره کړي.

فریده یوه له هغو نجونو وه، چې د خپلې کورنۍ د رضایت لپاره له خپلې مینې په شا شوه، خو دې پرېکړې یې ژوند واخیست او مینه یې ورته له منځه یوړه. چهارشنبه سهار د لړم پر څلورمه نېټه فریدې له ډېرو هیلو سره خپلې سترګې پرانېستې وې څو خپل ګونګي راتلونکي، له لاسه وتلې مینې او خپل نوی ژوند ته چې ټاکل شوې وه، له خپل کوژدن سره یې جوړ کړي، پلان جوړ کړي. خو له دې ناخبره وه چې د ژوندانه وروستۍ شيبې تېروي او ټولې هیلې یې نه پوره کېدونکې پاتې کیږي. ښایي ګمان به یې نه کاوه چې پرې زړه بایللی کس یې د ژوند د اخیستو په لټه کې دی.

فریده د یوې مودې لپاره د جهش معشوقه وه، خو تازه له بل کس سره کوژدنه شوې وه. جهش او فریدې دوه کاله له یو بل سره د مینې اړېکې لرلې، په دې موده  کې یې د ژوندانه ښه او بد سره وېشل. جهش چې ظاهراً له فریدې سره پر خپلې کړې ژمنه ولاړ و، له دې چې فریدې له بل کس سره کوژده کړې وه، سخت ناخوښ و، دغه ناخوښي بلاخره د دغو دوو زړه بایللو په وژل کېدو تمامه شوه. فریده ښاده، خوښه او بې پروا نجلۍ وه. هغه ۲۲ کلنه او له ښوونځي فارغه شوې وه. د فریدې خپلوانه نسرین «مستعار نوم» چې کله ناکله به یې له یو بل سره د زړه خواله کوله، وایي چې فریدې له جهش سره ښه ژوند ته ډېرې هیلې لرلې، خو د کورنۍ د فشار له امله اړه شوه چې له هغه ډډه وکړي. د نسرین په وینا، فریدې بالاخره  خپلې ټولې هیلې له ځان سره خاورو ته یوړې. نسرین زیاتوي: «جهش دوې میاشتې وړاندې نجلۍ ته مرکه ولېږله خو وریې نه کړه. بلاخر د فریدې کورنۍ د هغې کوژده د هغوی په کوڅه کې له یوه بل کس سره وکړه. کوژدن یې هم په بهر کې دی. دغه هلک د نجلۍ پر کوژدې له خبرېدو وروسته، تمانچه را واېستله، لومړی یې نجلۍ وویشته او بیا یې ځان وویشت.»

۲۶ کلن جهش چې د سوداګریز کار تجربه یې لرله، د طالبانو تر راتګ وروسته، وزګار شوی و. ظاهراً د هغه وزګارتیا د دې لامل شوې وه چې د فریدې کورنۍ له هغه سره له  خيښۍ ډډه وکړي. د پيښې شاهدان وايي، چې جهش بالاخره خپله معشوقه په سر وویشته. د کندز ولایت د سید آباد سیمې اوسېدونکو دغه پيښه تایید کړه خو له ۸صبح ورځپاڼې سره مرکې ته حاضر نه شول.

د افغانستان ټولنه دودیزه او سخته تړلې ده. ښځې د دې ټولنې ترټولو محروم قشر دی. ډیری کورنۍ په تېره بیا، په هغو کلیو کې چې له ښارونو لېرې دي، له واده مخکې د نجلۍ په رضایت پسې نه ګرځي. د کورنۍ نارینه غړي تر ډيره په دې باور دي، چې هغوی حق لري د خپلې کورنۍ د نجونو د برخلیک په تړاو پرېکړه وکړي او په دې باور دي چې سمه پرېکړه هم، دوی کوي.

نو د نجونو د واده په هکله د کور د نارینه وو پرېکړې په ډیری موردونو کې نجونو ته سرخوږی جوړوي.  یو شمېر نجونې چې د خپلې راتلونکې لپاره فکرونه ورسره دي اوغواړي په خپله د خپل ژوند ملګری خوښ کړي، له اجباري کوژدې وروسته له کوره د تېښتې پرېکړه کوي. خو فریدې دا لاره غوره نه کړه. ظاهراً د خپل انتخاب او کورنۍ ترمنځ پاتې شوه او د مینې او کورنۍ له منځه یې کورنۍ غوره کړه.

د فریدې یوه بله خپلوانه نسیمه (مستعار نوم) وایي چې د کورنۍ مشران د دې لامل کیږي چې د هغې په وینا مینې مرغۍ تر یوبل ونه رسېږي. هغه په دې باور ده چې جهش د ځان په فریدې په وژلو سره خپله کورنۍ او د فریدې خپلوان د وير او غم پر ټغر کینولي او د دواړو کورنیو خوښي یې تروړلې ده. نسیمه وایي، چې د هغوی دواړو د مینې له اړیکو د کورنیو مشران خبر وو، خو دا نه پوهېږي چې ولې د فریدې کورنۍ دغې خيښۍ ته رضایت نه دی ښودلی. هغه زیاتوي« جهش او فریدې دوه کاله سره اړېکې لرلې، دواړو له یوبل سره مینه کوله، کورنۍ يې هم پر اړیکو خبرې وې. د جهش مور او کورنۍ یې د مرکې لپاره ورغله او د فریدې ورور هغوی ته نجلۍ ورنه کړه او پای یې داسې شو.

دا او دې ته ورته ډیر ډیر نور تاوتریخوالي چې د رسنیو له سترګو پټ پاتې کیږي، د ښځو او د دودیزو او نرواکو کورنیو هميشنۍ کیسې دي. په افغانستان کې اجباري او کم عمره ودونه معمولاً د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو د کورنیو د نه پوهاوي له امله ترسره کیږي. دغه راز ناسم کلتور او دودونه، بې وزلي او بې روزګاري د اجباري ودونو نور لاملونه دي.

شته شمېرې ښيي، چې په تېر یو کال کې په کندز ولایت کې څلورو ښځو په ځان وژنې لاس پورې کړې ده. د دغو پيسو لامل کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونه بلل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالانې له اجباري ودونو سره د مخالفت د څرګندولو ترڅنګ د هغو د ناوړه پایلو په تړاو اندېښنه څرګندوي. د ښځو د حقونو فعاله فرزانه له کلونو راهیسې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې کار کوي. هغه اجباري ودونه، کورني تاوتریخوالي او د واده لپاره د نجلۍ او هلک د کورنۍ نه رضایت د ځوانانو د ژورخپګان او ځان وژنې لاملونه بولي. فرزانې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: « د یوې ښځې په توګه زه د اجباري ودونونو مخالفه یم. اجباري ودونه د دې لامل کږي چې نجونې ځان وژنه وکړي او یا په ژور خپګان اخته شي. ښځې په اجباري واده سره ژوند کولو ته دومره زړه نه ښه کوي او دا د دې لامل کیږي چې کورنۍ یې تل په ناندریو کې پاتې شي او د کورنۍ بنسټ په غم سره کېښودل شي. دغه راز د ا دې لامل کیږي چې د کورنۍ ماشومان عقده يي لوی شي.

د فریدې او جهش د ژوند پای او د مینې کیسه د کورنیو تاوتریخوالو یوه بېلګه ده چې د ښځو ژوند اخلي او ښادي او خوښي د تل لپاره په ویر بدلوي. اوس ښایي په افغانستان کې د دغو دوو په وینو کې لت پت مینانو په څېر ګڼ ځوانان وي چې په کورنۍ کې د واکمن وحشت له ویرې او د خپلو کورنیو د غړو د تاوتریخجن چلند له امله په خپله خوښه د ګډ ژوند له جوړولو لېرې پاتې شوي وي.

ورته لیکنې

Back to top button