۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند چې طالبانو د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړی و، له پرانیستلو یوازې پنځه ورځې وروسته د اوبو د جریان له امله ویجاړ شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د غبرګولي پر ۷مه وویل چې دا بند د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې موقعیت لري.
سرچینو زیاته کړې چې دا بند پنځه ورځې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور لخوا پرانیستل شوی و.
بلخوا، ځایي اوسیدونکي وايي چې طالبانو په دې بند باندې ان ۵ میلیونه افغانۍ هم نه دي لګولي او د خلکو سترګو ته خاورې شیندي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په ټول هېواد کې د لویو پروژو د پیلولو او پرانیستلو ادعا کوي.
بلخوا، د طالبانو له خوا پر پلي شويو پروژو څارنه نشته.





