۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق افغانانو ته د عدالت او حساب ورکولو په موخه د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
فایق چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د راپور په اړه جوړه شوې وه، په افغانستان کې یې د عدالت پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې صادر شوي د نیولو څلور حکمونه دې پلې شي.
هغه همداراز د قربانیانو پر خوندیتوب، د شواهدو پر ساتنې او د غچ اخیستنې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
فایق زیاته کړې چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل دې د ځپنې د له پامه غورځولو او له مجازاتو د هغوی د خوندیتوب لامل نه شي.
هغه ویلي چې افغانستان د افغانانو په مشرۍ او د ملګرو ملتونو په مرسته یوه ټولګډوني سیاسي بهیر ته اړتیا لري؛ داسې چې د خلکو پر حقونو او غوښتنو ولاړ وي.
فایق ټینګار کړی چې په افغانستان کې له عدالت پرته تلپاتې سوله ناشونې ده او له عملي اقداماتو پرته حسابورکول اعتبار نه لري.





