متا، افغانستان کې د تبلیغاتو لپاره د «امریکا د پوځ» اړوند جعلي پاڼې تړلې دي

۸صبح، کابل: «متا» شرکت ویلي، چې فېسبوک او انسټاګرام کې لسګونه جعلي پاڼې، چې افغانستان او مرکزي اسیا کې یې د امریکا د ګټو لپاره تبلیغ کاوه تړل شوې دي.

دغه شرکت سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه اعلان کړی، چې احتمالاً په جعلي فېسبوک او اینسټاګرام پاڼو کې د «امریکا پوځ پورې تړلو» کسانو لاس درلود.

د «سي‌اېن‌اېن» د راپور له مخې دا د امریکا د سترې ټکنالوژۍ یو بې مخینې مورد دی، چې د یوه بهرني دولت پرځای همغږي انلاین نفوذي عملیات واشګټن پورې وتړي.

ویل شوي، چې د متا شرکت له خوا تړل شویو جعلي فېسبوکپاڼو ادعا کوله، چې امریکا له تاجکستان سره مرسته کوي ترڅو له افغانستان سره له خپلې پولې ساتنه وکړي او واشنګټن د سیمې د ثبات کیلي ده. د دغې څېړنې پربنسټ په بېلابېلو دورو کې، له دې جملې د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ له وتلو څو میاشتې مخکې د افغانستان په تړاو پوسټونه اوج ته ورسېدل.

متا ویلي هغه کسان چې په دې حسابونو کې یې لاس درلود «د خپل هویت د پټولو» لپاره یې یو لړ اقدامونه کړي او دغه فعالیت د فېسبوک او اینسټاګرام د رښتینو کارکوونکو له خوا کم د پام وړ دی.

سي‌اېن‌اېن لیکلي، چې پنتاګون او مرکزي قومانداني، چې په منځنۍ اسیا کې د امریکا پر پوځي فعالیتونو څارنه کوي د متا د موندنو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button