۸صبح، کابل: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همېش فالکونر اعلان کړی چې دغه هېواد به په راتلونکو درېیو کلونو کې، له ۲۰۲۶ کاله تر ۲۰۲۹ کال پورې له افغانانو سره د ملاتړ په موخه په کال کې ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي.
فالکونر پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان به په دې موده کې لا هم د برېتانیا د رسمي پراختیایي مرستو یو له تر ټولو لویو ترلاسه کوونکو هېوادونو وي.
هغه زیاته کړې چې دا مرستې به د روغتیايي خدمتونو او تغذیې پر وړاندې کولو، د زدهکړې پر ملاتړ، د زیانمنو کسانو پر خوندیتوب او د معیشت پر پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مقاومت پر زیاتولو تمرکز ولري.
فالکونر زیاتوي چې برېتانیا به دغه راز له طالبانو پرته له نورو ناپېیلو افغان بنسټونو او شریکانو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو په ګډون به د سیمهییزو حللارو ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار کړی چې ښځې او نجونې به لا هم د برېتانیا د مرستو د پروګرامونو په چورلېز کې وي او لندن ژمن دی چې د دغو مرستو لږ تر لږه نیمایي ترلاسه کوونکې باید ښځې او نجونې وي.





