۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې قمرګل په کاناډا کې مړه شوې ده.
د قمرګل د کورنۍ غړو ویلي، چې هغه جمعه د لیندۍ پر ۱۸ د ناورغۍ له امله د کاناډا په تورنتو ښار کې مړه شوې ده.
اغلې قمرګل، چې د افغانستان له نامتو سندرغاړو وه په ننګرهار ولایت کې نړۍ ته راغلې وه.
د پښتو ژبې له دغې سندرغاړې ډېرې سندرې پاتې شوې دي.
اغلې قمرګل د «ورو ورو کېږده قدمونه» سندرې په ویلو سره مشهوره شوه. نوموړې په دې سندرې سره وتوانېده د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر له خوا د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.