۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح په یوه پیغام کې ویلي چې هغه څه چې نن د «کندهار امارت» په نوم پر افغانانو تپل شوي، د منلو وړ نه دي.
فاتح پنجشنبه د زمري پر ۲۲مه، د یوه پیغام په خپرولو سره خپله جګړه د «استبداد او بې عدالتۍ» پر وړاندې بللې ده.
د هغه په وینا، د «کندهار امارت» په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی چې ملي مشارکت او عدالت تامین کړي.
هغه زیاته کړې چې تر دې وړاندې یې هم څو ځله د اصلاحاتو، د خلکو د حقونو د خوندیتوب او د قومونو د مشارکت غوښتنه کړې وه؛ خو د طالبانو مشرانو دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
فاتح همداراز ویلي چې په لومړۍ ولسوالۍ کې به چې د طالبانو له واکه وځي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او دغه ناراضي قوماندان ترمنځ نښتې له سې شنبې ورځې راهیسې په شدت سره دوام لري.





