ترکیې د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان اوسنی سرمنشي فریدون سینیرلياوغلو د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ته نوماند کړی دی.
انادولو خبري اژانس يکشنبه، د نومبر پر لومړۍ راپور ورکړی چې د سینیرلياوغلو د نوماندۍ لیک د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا رئیسانو ته سپارل شوی دی.
سینیرلياوغلو د ۲۰۱۵ کال له اګسته تر نومبر پورې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر و او له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د هغه نوماندي په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ رایهاچونه د جمعې په ورځ له څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېده او د نوي سرمنشي د ټاکلو بهیر لا هم له ناڅرګندتیا سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د اوسني سرمنشي ګوتېرېش کاري دوره د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.




