۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پر ملکي وګړو د ناقانونه بریدونو یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض لپاره نه شي توجیه کېدای.
فایق چهارشنبه د تلې ۱۵مه، پر ایکس پاڼه ويلي چې افغانستان ترهګري د هغې په ټولو بڼو په کلکه غندي او باید د «ښو» او «بدو» ترهګرو ترمنځ توپیر ونه شي.
هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د شپږمې کمېټې په غونډه کې کړې دي.
فایق ټینګار کړی چې د طالبانو په ګډون هر لوری چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي، هغوی تمویلوي یا یې ملاتړ کوي، باید ځوابویونکی واوسي.
هغه په کونړ او هلمند کې د پاکستان هوايي بریدونه هم په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان دي، وژل شوي دي.
فایق زیاته کړې چې امنیتي اندېښنې باید د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض او له خطر سره د ملکي وګړو د ژوند د مخ کولو لپاره پلمه نه شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې امنیت ټینګښت مشروع، ټولګډونې او ځوابویونکي حکومتولۍ ته اړتیا لري.
د فایق په وینا، د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د افغانانو په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې همغږی ملاتړ هم د تلپاتې امنیت د ټینګښت لپاره اړین دي.





