۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې د وروستي سند د صادرېدو مخه ونیوله.
لاوروف سه شنبه د تلې پر ۱۴مه، په یوه خبري غونډه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات «نه خوښېدونکې» پېښه بللې، خو ټینګار یې کړی چې دا حالت «ناورین» نه ګڼي او رامنځته کېدل یې د اټکل وړ وو.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ تر یوه بریده د داعش د پاکستان څانګې له فعالیتونو او په دواړو هېوادونو کې د دې ډلې له بریدونو سره تړاو لري.
لاوروف ویلي چې دغه ډله په افغانستان او پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي او ستونزې رامنځته کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې طالبان او پاکستان دواړه د خپلو اړیکو عادي کېدو ته لېوالتیا لري او روسیه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
هغه همداراز ویلي چې له اوسني وضعیته یو مهم درس دا دی چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې له سیمې د بهر هېوادونو لاسوهنې ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
لاوروف د داعش د رامنځته کېدو ریښه په عراق باندې د امریکا له برید سره تړلې او زیاته کړې یې ده چې دغه ترهګریز جوړښت وروسته د نړۍ نورو برخو ته هم پراخ شو.





