۸صبح، کابل: د رائول والنبرګ په نوم د بشري حقونو موسسه وايي چې طالبانو د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ښاري سیمو کې پر ښوونځیو د بریدونو او په کلیوالو سیمو کې د ایډیالوژیک او اداري کنټرول له لارې د افغانستان د زدهکړو بهیر ګډوډ کړی دی.
نوموړې موسسې سهشنبه د تلې پر ۱۴مه د افغانستان د زدهکړو د وضعیت په اړه راپور کې ویلي چې طالبانو ځينې ښوونځي په ځانګړې توګه د نجونو هغه تړلي او ښوونیز نصاب یې هم د خپل لیدلوري له مخې بدل کړی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته، پخواني افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په ملاتړ هڅه وکړه د افغانستان ښوونیز نظام بېرته ورغوي او پراخ یې کړي، خو بیا هم زدهکړې له ګڼو ننګونو سره مخ وې.
یادې موسسې زیاته کړې چې طالبانو په ښاري سیمو کې پر ښوونځیو بریدونه کول او په کلیوالو سیمو کې یې د ایډيالوژیک او اداري کنټرول له لارې د زدهکړو پر بهیر اغېز کاوه.
په راپور کې راغلي چې د ښوونځیو تړل او په ښوونیز نصاب کې بدلون، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو په اړه د دغو تګلارو پایلې وې.
رائول والنبرګ موسسې ویلي چې په دغه پړاو کې ناامني، جبر او ایډيالوژيکه لاسوهنه د افغانستان د ښوونیز نظام ثبات او کیفیت کمزوری کړی دی.
یادې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د زدهکړو اوسنی وضعیت دردونکی او د اندېښنې وړ دی.
رائول والنبرګ موسسې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د میلیونونو ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو او ښځو لپاره باکیفیته زدهکړو ته لاسرسی نږدې بشپړ له منځه تللی دی.





