۸صبح، هرات: په هرات کې د کورنیو ځينې سرپرستې ښځې وايي چې پراخ محدودیتونه، د کاري بوختیاوو کمښت او بېوزلۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
د دغو ښځو ځينو یې دوشنبه د چنګاښ پر ۲۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د کورنیو د لګښتونو مسوولیت ورلغاړې دی، خو د وروستیو محدودیتونو او د چادري/برقع نه لرلو په تور د ښځو نیول کېدو، د هغوی تګ راتګ هم سخت کړی دی.
د هغوی په خبره، دغه وضعیت محدودې کاري بوختیاوې هم له ننګونو سره مخ کړې او ډېرې ښځې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخو محدودیتونو، پر هغو ښځو فشار لا زیات کړی چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورلغاړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له بېلابېل ډول ګواښونو سره مخ دي او د هغوی له ډلې د کورنیو سرپرستې ښځې د لوږې له ډېر خطر سره لاس او ګریوان دي.





