۸صبح، خوست: سیمهییزې سرچینې وايي چې د خوست په قلندر ولسوالۍ کې یو سړک د ځايي اوسېدونکو په لګښت جوړېږي.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه سړک په بشپړېدو به کمران کلی له خوست ښار او د قلندر ولسوالۍ له بازار سره ونښلول او د خلکو تګراتګ به اسانه شي.
د سرچینو په خبره، د دې سیمې اوسېدونکي خوست ښار او د قلندر ولسوالۍ بازار ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ و او د دغه سړک په رغېدو به یې د ننګونو یوه برخه له منځه لاړه شي.
هغوی زیاته کړې چې د دغه سړک په بشپړېدو به روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی هم اسانه شي.
د سرچینو په وینا، د دغه سړک په جوړېدو کې د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکو، بهر مېشتو افغانانو او قومي مشرانو برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هېواد د ځينو نورو ولایتونو اوسېدونکو په خپل لګښت د ټولګټو پروژو ملاتړ کړی دی.





