۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د ښځو لپاره د کاري بوختیاوو او ګټې وټې فرصتونه رامنځته کولی شي.
دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه راپور ورکړی چې په افغانستان کې له متشبثو ښځو ملاتړ، د هغوی د اقتصادي فعالیتونو له پراختیا سربېره، د نورو ښځو له روزنې او اقتصادي خپلواکۍ سره هم مرسته کوي.
د راپور له مخې، په ننګرهار کې یوې ښځې چې فعالیت یې د خپل کور له پخلنځي د اچارو او مربا له تولیده پیل کړی و، د مالي ملاتړ او تجهیزاتو په ترلاسي توانېدلې د تولید کچه ۵۰ سلنه زیاته کړي.
دا ښځه اوس بېلابېل ډول محصولات تولیدوي او د پلور لمن یې له ځايي بازارنو هم اوښتې او ان تر جلالاباد ښاره رسېدلې ده.
د افغانستان لپاره ځانګړي صندوق زیاته کړې چې دغه فعالیت نورو ښځو ته د کار زدهکړو لاره هم برابره کړې او ځينو ښځو چې روزنه یې ترلاسه کړې، اوس خپل کوچني کاروبارونه پرمخ وړي.
دغه بنسټ ټينګار کړی چې له یوې ښځې ملاتړ نورو ښځو ته هم اقتصادي فرصتونه او مالي خپلواکي برابرولی شي.





