۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان ښوونیز نظام د زدهکړو لپاره د مخ پر زیاتېدونکې تقاضا او د ښوونځیو او ښوونیزو خدماتو د محدودې وړتیا ترمنځ له پراخېدونکي واټن سره مخ دی.
دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ویلي چې د نفوس ډېروالی، پرلپسې بحرانونه، کمه پانګونه او په پراخه کچه د کډوالو راستنېدنې پر ښوونیز نظام فشار ډېر کړی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې له اوو تر ۱۸ کالو عمر لرونکو شمېر شاوخوا ۱۰.۴ میلیونه و چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی.
د نفوس زیاتوالي پر ښوونځیو، ښوونکو او ښوونیزو خدماتو فشار زیات کړی دی.
له پاکستان او ایرانه د افغانانو پراخو راستنېدو هم فشارونه ډېر کړي او یوازې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څه باندې یو میلیون کسان افغانستان ته راستانه شوي چې څه د پاسه ۲۴۵ زره یې ماشومان دي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو بېبرخې شوې دي.





