په افغانستان کې موږ ښځینه خبریالانې د نارینهوو پرتله، ځانګړي ځای ته د رسېدو لپاره مجبوره یو څو برابره ډېره خواري وکړو؛ په کورنۍ او ټولنه کې له جنسیتي محدودیتونو او تبعیضونو نیولې، د وړتیاوو تر له پامه غورځولو، قضاوتونو او هغو خنډونو پورې چې هره ورځ مو د مسلکي کار په مخکې رامنځته کېږي. خبريالي راته یوازې یو مسلک نه دی، بلکې د حقیقت د انعکاس او د هغو د غږ رسولو رسالت دی چې نه اورېدل کېږي؛ داسې رسالت چې د ساتلو لپاره یې مجبوره یو څو څو وارې د تبعیضي چلندونو او کم شمېره ننګونو پر وړاندې ودرېږو. د هرې ښځینه خبریالې د بریا تر شا د څو برابرو هڅو، مقاومت او درنې بیې داسې کیسې پرتې دي چې ډېر خلک یې نه ویني.
په افغانستان کې ښځینه خبریاله، مخکې له دې چې د خبریالۍ له مسلکي ستونزو سره مخ شي، مجبوره ده له هغو محدودیتونو سره مبارزه وکړي چې ریښې یې په ټولنیز – کلتوري جوړښت او جنسیتي لیدلورو کې نغښتې دي. په ګڼو کورنیو او ټولنیزو چاپېریالونو کې په رسنیو کې د ښځو کار، په ځانګړې توګه په خبري غونډو کې ګډون، له نارینهوو سره مرکې یا پرلپسې تګ راتګ، بشپړ نه دی منل شوی. کله کله یوه ښځینه خبریاله د ساده مسلکي دندې لپاره اړه وي لومړی خپله کورنۍ قانع کړي، وروسته د ټولنې له لیدلورو او قضاوتونو سره مقابله وکړي او په پای کې په کاري چاپېریال کې د خپلو وړتیاوو د ثابتولو لپاره د یوه نارینه همکار پرتله څو برابره ډېره خواري وکړي.
دا ننګونې یوازې تر کورنۍ او ټولنې نه محدوېږي. معلوماتو ته لاسرسی د هر خبریال بنسټيزه اړتیا ده؛ خو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره ان د معلوماتو ترلاسه کول او ساده مرکه هم پر جدي ننګونې بدلېدای شي. ځينې مهال له یوې نارینه سرچینې سره اړیکه، له یوه چارواکي سره مرکه یا هم په یوه کاري چاپېریال کې حضور، له داسې حساسیتونو سره مل وي چې د خبریال د مسلکي کار له کیفیت سره تړاو نه لري. په ځینو مواردو کې ښځینه خبریاله مجبوره ده چې له نارینهوو سره د مرکو پر مهال ټولنیز او کورني ملاحظات په پام کې ونیسي؛ هغه چې کله کله د راپور جوړولو بهیر ستونزمنوي او ډېر وخت نیسي.
د دغو محدودیتونو ترڅنګ، په کاري چاپېریال کې تبعیض هم هغه واقعیت دی چې ځينې ښځینه خبریالانې یې تجربه کوي. ځینې یې له ډېر کار او پراخو مسلکي فعالیتونو سربېره، ډېر لږ معاش اخلي؛ ځينې هغه کاري پېټی چې د یوې ښځینه خبریالې پر اوږو اچول کېږي، د هغو امکاناتو او امتیازونو پرتله څو برابره زیات وي چې په واک کې ورکول کېږي. په داسې شرایطو کې بیا ښځینه خبریاله اړه ده چې هممهاله د کاري موقف د ساتلو ترڅنګ، د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو او مسلکي فعالیت د دوام لپاره هڅې وکړي.
په ۲۰۲۳ کال کې د یوه خبري کنفرانس د پوښښ لپاره د کابل انټرکانټیننټال هوټل ته لاړم. یوه طالب غونډې ته له ننوتلو راوګرځولم او په دې خبرې چې «داسې ځایونه د ښځو لپاره نه دي»، حضور یې راته تر پوښتنې لاندې راوست. وروسته یې د تالار یوه څنډه او لرې برخه کې یو ځای راوښود؛ لکه غوښتل یې راوښيي چې په هغه چاپېریال کې د یوې ښځینه خبریالې ځای چېرته دی. تسلیمه نه شوم او هڅه مې وکړه چې د خبریالانو او رسنیو د کمرې تر څنګ، د دویم کتار ځای ته ځان ورسوم. هغه ورځ ماته یوازې یوه شخصي تجربه نه وه، بلکې د هغه ځای د حق ترلاسی او په رسمیت پېژندلو لپاره د مبارزې تجربه وه چې ورته د رسېدو په موخه مې کلونه خواري کړې وه.
دا ډول تجربې ښيي چې کله کله د یوې ښځینه خبریالې ننګونه یوازې د راپور چمتو کول او د معلوماتو لېږدول نه وي، بلکې په داسې چاپېریال کې د خپل حضور د حق ثابتول هم وي چې د خپلې مسلکي دندې د ترسراوي لپاره ورته اړتیا لري. کله چې په ځینو ځایونو کې د ښځینه خبریالانو حضور له محدودیتونو او منفي لیدلورو سره مخ وي، تمه نه کېږي هغوی به له رواني، ټولنیزې او مسلکي بیې پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو اندېښنې یوازې تر عامو ځایونو او خبري غونډو محدودې نه دي. ځينې هغه ښځینه خبریالانې چې د طالبانو پر تګلارو او کړنو په انتقادي لیدلورو لرونکو پروګرامونو او غونډو کې ګډون کوي، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د سیمهییزو مسوولانو له خوا له احضار، پوښتنو او ګروېږنو او فشارونو سره مخېږي. په داسې شرایطو کې بیا د ګواښونو، پوښتنو، تاوتریخوالي او ان نیولو وېره یې د مسلکي فعالیت پر دوام اغېز کولی شي.
خو د دغه وضعیت یو اړخ چې لږ ورته پام کېږي، د ښځینه خبریالانو چوپتیا ده. ډېری یې غوره ګڼي چې خپلې تجربې له نورو سره شریکې نه کړي؛ نه له دې کبله چې څه نه دي شوي، بلکې د احتمالي پایلو، د ټولنیز باور د زیانمنېدو، د کورنیو د اندېښنو او د کاري فرصتونو د له لاسه ورکولو له وېرې. ځينې مهال یوه ښځینه خبریاله د فشارونو او ګواښونو له تجربې وروسته، بې له دې چې شکایت ثبت کړي یا خبره له کوم اړوند بنسټ سره شریکه کړي، په چوپتیا کې له کاري چاپېریاله لرې کېږي او د مسلکي موخو پر یوې برخې سترګې پټوي.
دا چوپتیا دې د ستونزو د نشتوالي یا پر روانو شرایطو د رضایت په مانا نه تعبیرېږي. په ګڼو مواردو کې بیا چوپتیا یوازینۍ لار ده چې یوه ښځه یې له احتمالي پایلو د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره غوره کوي. له همدې امله، هغه فشارونه چې پر ښځینه خبریالانو تپل کېږي، هېڅکله په رسمي راپورونو، د رسنیو په احصاییو او عامو روایتونو کې نه منعکسېږي.
بل پلو، هغه ښځینه خبریالانې چې له افغانستانه تر وتلو وروسته په بهرنیو هېوادونو کې رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي، له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. ځینې ملاتړي بنسټونه د مرستې او خوندیتوب لپاره د غوښتنلیکونو د ارزونې په موخه، د هغو ګواښونو او تاوتریخوالي په اړه د ځانګړو اسنادو او شواهدو غوښتنه کوي چې تجربه کړې یې دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼې ښځینه خبریالانې د امنیتي پایلو له وېرې نه شي کولی خپل شکایتونه په رسمي بڼه ثبت کړي، اسناد او شواهد وساتي یا هم له اړوندو مراجعو رسمي تاییدیه ترلاسه کړي. ځينې مهال د یوه رسمي سند نشتوالی د هغې تجربې د ثابتولو پر وړاندې خنډ ګرځي چې خبریاله یې له کلونو راهیسې له پایلو سره ژوند کوي.
په داسې وضعیت کې بیا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا د یوې خبریالې مستندې تجربې او روایتونه، د هغې د کاري مخینې، خپرو شویو راپورونو، د همکارانو د شهادتونو او شته شواهدو ترڅنګ، نه شي کولی د خطر او خوندیتوب اړتیا د ارزونې د معیارونو یوه برخه وګرځي؟ ایا د هغو ښځو لپاره چې په سختو شرایطو او له رسمي میکانیزمونو څخه له لاسرسي پرته یې ژوند کړی، د خپلو تجربو د ثبت او ارزونې لپاره دې یې بدیلې لارې په پام کې ونه نیول شي؟
د دغو ټولو ننګونو ترڅنګ، یوه بله پوښتنه هم راپورته کېږي: د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه کوي او دا ملاتړ تر کومې کچې د هغوی واقعي اړتیاوو ته ځواب وايي؟
له ښځینه خبریالانو ملاتړ دې یوازې د پیوستوني اعلامیو په خپرولو یا یې نومونه د زیانمنونکو په نوملړ کې تر ثبتولو نه محدودېږي. حقوقي سلامشورو ته یې د خوندي لاسرسي، رواني ملاتړ، بېړنیو مرستو، کاري فرصتونو، مسلکي روزنو او د شکایتونو د محرمانه ثبتولو د میکانیزمونو برابرول هغه څه دي چې کولی شي د ښځینه خبریالانو د زیانمننې په کمولو کې ونډه ولري. دغه راز، رسنیز بنسټونه او د خبریالانو ملاتړې سازمانونه دې داسې شرایط برابر کړي چې ښځینه خبریالانې وتوانېږي د هویت د افشا کېدو او ټولنیزو پایلو له وېرې پرته خپلې تجربې ووايي او اړین ملاتړ ترلاسه کړي.
بله مهمه خبره، هغو ښځو ته دې پام وشي چې د ګواښونو او محدودیتونو له امله یې رسنیز فعالیتونه پرېښي یا اړې شوې چې هېواد پرېږدي. د دغو ښځو ملاتړ یوازې له بېړني وضعیته یې تر ژغورلو نه محدودېږي، بلکې د مسلکي ژوند د بېرته پیلولو، زدهکړو ته د لاسرسي، اقتصادي خپلواکۍ او په یوه خوندي چاپېریال کې د رسنیزو فعالیتونو د دوام لپاره دې فرصتونه ورته برابر شي.
په افغان ټولنه کې ښځې، په ځانګړې توګه د هغې ښځې لپاره چې خبریالي یې د مسلک او رسالت په توګه غوره کړې وي، کله کله د هغو خنډونو له منځه تېرېدل دي چې نارینه همکاران یې نه ورسره مخ کېږي. له دغو ننګونو سربېره هم ښځینه خبریالانې هڅه کوي د هغو کسانو غږ پورته کړي چې د دردونو او غوښتنو د بیانولو فرصت نه لري. هغوی یوازې د خپل کاري موقف د ساتلو لپاره مبارزه نه کوي، بلکې د حضور، پوښتنې، پوهېدو او د پېښو د روایت کولو د حق د خوندیتوب لپاره هم هڅې کوي.
ښايي د دغه واقعیت تر ټولو ترخه برخه دا وي چې کله کله یوه ښځینه خبریاله له کلونو هڅو وروسته، نه د وړتیا یا لېوالتیا د نشتوالي له امله، بلکې د فشارونو او نه پاملرنې په پایله کې له هغه مسلکه لاس اخلي چې کلونه یې ورته زیار ایستلی؛ بې له دې چې څوک ترې د تګ لامل وپوښتي یا پوه شي چې په دغه مسلک کې د پاتېدا لپاره یې څومره درنه بیه پرې کړې ده.
پر همدغه بنسټ، پوښتنه یوازې دا نه ده چې ښځینه خبریالانې څنګه د محدودیتونو پر وړاندې مقاومت کوي؛ بلکې رسنۍ، مسوول بنسټونه او د خبریالانو ملاتړي سازمانونه تر کومه دا مسوولیت مني چې ښځینه خبریالانې یوازې پرېنږدي؟ ځکه د یوې ښځینه خبریالې هېرول یوازې په رسنیو کې د کاري ځواک له لاسه ورکول نه دي، بلکې د هغه غږ چوپېدل دي چې د اورېدو لپاره یې کلونه هڅې شوې دي.
په افغانستان کې ښځینه خبریالانې د دې لپاره چې ولیدل شي، غږ یې واورېدل شي او په خپل مسلک کې پاتې شي، تر عادي کاري مسلک ډېره درنه بیه پرې کوي. خو هېڅ ښځه دې د خبریالۍ د رسالت د ترسراوي لپاره د خپل امنیت او د کار د حق ترمنځ یوه غوراوي ته نه مجبورېږي. د ښځينه خبریالانو خاموشول یوازې د یوه غږ چوپول نه دي؛ د ټولنې د حقیقت د یوې برخې چوپتیا ده.





