۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ژمي په نږدې کېدو په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له پراخېدو خبر ورکړی دی.
اوچا دوشنبه د لړم پر ۱۸مه ویلي چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه نفوس له شدیدې لوږې سره مخ دی.
دا بنسټ زیاتوي چې د ورښتونو او کرنیزو محصولاتو له زیاتېدو سربېره هم میلیونونه کورنۍ د اړتیا وړ خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.
اوچا اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به له شپږو میاشتو تر پنځو کالو څه باندې څلور میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
نوموړي بنسټ له ژمي مخکې د اړمنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
اوچا وايي چې په معیشت، خدماتو او اقتصادي فرصتونو کې اوږدمهاله پانګونه له راتلونکو بحرانونو سره د کورنیو د مقاومت وړتیا لوړولی شي.





