۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې پر روغتیايي مرکزونو د طالبانو د څار کمېټه په شخصي غوښتنو او بېلابېلو پلمو روغتیايي مرکزونه تړي او له دغو مرکزونو د څار پر مهال پر فساد او تبعیضي چلند لاس پورې کوي.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۱۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا کمېټه د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له خوا د روغتیايي مرکزونو د ارزونې او څار په موخه جوړه شوې ده.
د سرچینو په خبره، دغې کمېټې په مارجې، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې ۱۳ روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړلي دي.
سرچینې وايي چې طالبان د متخصصو کارکوونکو، د درملو د لوړې بیې او اسنادو نه لرو په پلمه ۱۰ روغتیايي مرکزونه او درې درملتونونه تړلي دي.
ویل کېږي چې په دې کمېټه کې د عامې روغتیا ریاست، د درملو او خوړو امریت او استخباراتو استازي غړیتوب لري.
سرچینې وايي چې دا کمېټه په اوونۍ کې یو وار د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو څارنه کوي او هغه مرکزونه چې غوښتنې یې ونه مني، تبعیضي چلند ورسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا برخې کارکوونکي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له نیوکو سره مخ دی.





