هغه ښځينه استادانې چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په امر له پوهنتونونو اېستل شوي دي.، د ژوند د ستونزو، ناهیلۍ او بېباورۍ په تړاو سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، اقتصادي فشارونو، بېکارۍ او په کور کښېنولو ډېری استادانې له روحي، رواني او روغتیايي ستونزو سره مخ کړې دي. د دغو استادانو په وینا، د دوی د نورو همکارانو روایتونه هم په کور د کښېنول کېدو، د هیلو د تدریجي له منځه تلو او د ټولنیز او اقتصادي مقام د له لاسه ورکولو ښودنه کوي. دوی وايي، له دندې تر ګوښه کېدو وروسته یې ان کورنۍ اړیکې هم بدلې شوې او رواني فشارونه پرې زیات شوي دي. دوی ټینګار کوي چې له کار او زدهکړو کلونو محرومیت یې ژوند له یوه دردناک بندون سره مخ کړی او داسې احساس کوي چې په بشپړه توګه هېرې شوې دي.
ښځینه استادانې وايي، په کور کښېنولو او بېکارۍ له نه ختمېدونکو کړاوونو سره مخ کړې دي او ان د کورنیو د غړو چلند ورسره تر پخوا بدل شوی دی. د دوی په وینا، نه یوازې یې خپل ټولنیز مقام یې له لاسه ورکړی، بلکې د خپلو کورنیو په منځ کې هم د پخوا په څېر اعتبار او ځای نه لري. دوی ټینګار کوي چې له سختو روحي، رواني او اقتصادي فشارونو سره مخ دي او داسې احساس کوي چې ټولې ښځینه استادانې هېرې شوې دي. د دوی په وینا، تحصیلي بنسټونه هم له زدهکړو او تحصیله د ښځو د بشپړ محرومیت له امله نور ان د نارینه محصلانو لپاره د زدهکړې مناسب چاپېریال نه لري.
د هېواد په شمالختیځ کې د پوهنتون یوه استاده فرزانه وايي چې د اوسني وضعیت دوام ورته سخت او ان د زغملو نه دی. د نوموړې په وینا، د اوسنیو شرایطو دوام اندېښمنوونکی او دردناک دی.
د پوهنتون دغه استاده وايي: «د ژوند وضعیت دومره ستونزمن شوی چې د کار د موندلو لپاره هرې دروازې ته چې ورځم، زما پر مخ تړل شوې ده. له کلونه تجربې، زدهکړې او هڅو سره سره، لا هم ونه توانېدم چې د کار او دندې لپاره مناسب فرصت پیدا کړم. دا وضعیت رښتیا هم اندېښمنوونکی او ناهیلوونکی دی او یوه سخته او اوږده دوره تېروم.»
فرزانه زیاتوي: «کله ناکله له ځان سره فکر کوم، کله چې مې د دندې موندلو لار پر مخ تړل شوې، نو یوه بل هنر ته مخه کړم، لکه خیاطي یا پخلۍ زده کړم؛ خو د ژوند له وضعیته دومره ستړې او خپه یم چې د داسې فرصتونو لپاره هم وخت نه لرم. طبیعي ده چې په داسې شرایطو کې ژوند خپلې سختۍ او ګډوډۍ لري او هره ورځ چې تېریږي، له زرګونو ستونزو، کړاوونو او بېپلانۍ سره تېریږي. کله د پیسو له نشتوالي ځورېږم او کله هم د هغه ټولنیز مقام او هویت د له لاسه ورکولو له امله چې له کوره بهر مې درلود. له ځان سره فکر کوم چې پخوا څه وم او اوس څه شوې یم؛ بالکل د نورو عادي خلکو او هغو ښځو په څېر چې خپل وخت به یې په کور کې تېراوه.»
د نوموړې په وینا، هیله یې لرله چې د پوهنتون د استادې په توګه د خپلې تنخوا له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کړي او په ټولنه کې هم ښه مقام ولري؛ خو د طالبانو واکمنېدل د دې لامل شول چې هر څه له لاسه ورکړي.
هغه ښځینه استادانې چې د طالبانو له لوري منفک شوي دي، ټینګار کوي چې د ټولو وضعیت اندېښمنوونکی دی او په کور د کښېنولو دوام یې برخلیک له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دوی وايي، په دې موده کې له سختو او ځوروونکو کړاوونو او ستونزو سره مخ شوې دي.
د پوهنتون یوه استاده نورا وايي: «طالبانو په لومړیو کې ښځینه استادانو ته وویل چې تر امرثاني پورې دې په کورونو کې پاتې شي. وروسته یې هغوی ته پنځه زره افغانۍ تنخوا وټاکله او بیا یې ټولې تنقیص او منفکې کړې. موږ چې هر ځای ته د کار لپاره مراجعه کوو، هېڅ دروازه زموږ پر مخ پرانیستې نه ده. له هغو استادانو سره چې اړیکه لرم، هغوی هم په کور د د کښېنولو له دورې شکایت کوي او وايي چې دا وضعیت ورباندې خورا سخت تېرېږي او له ډېرو کړاوونو سره مخ دي. د پوهنتون د یوې استادې لپاره په کور کې پاتې کېدل رښتیا هم سخت دي. نن نه مناسب اقتصادي وضعیت لرو او نه مو خپل ټولنیز مقام ساتلی دی.»
دغه استاده د خپل اوسني وضعیت د دوام په تړاو په اندېښنې او خپګان سره وايي: «موږ نه یوازې خپلې دندې له لاسه ورکړې، بلکې له ډېرو رواني فشارونو سره هم مخ شوو. ان هغه کورنۍ چې ځانونه یې د ښځو ملاتړي بلل، په دې موده کې بدلې شول او د خپلې کورنۍ له په کور کښېنول شویو ښځو سره یې ستونزې پیدا کړې او پر هغوی یې سخت رواني فشارونه راوستل.»
نورا زیاتوي: «تر هغې وروسته چې په کور کې پاتې شوم، یو پرلهپسې کال نه شوای ګرځېدای او نه پوهېدم چې څنګه ژوند وکړم. ټولې هیلې مې له منځه ولاړې او خپل ټول امیدونه مې له لاسه ورکړل. نه پوهېږم چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړي. ملګرو ملتونو هم په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی. نړیوالې ټولنې د ښځو او ښځینه استادانو له کادره دفاع نه ده کړې او د پوهنتونونو د استادانو په اړه هېڅ اغېزناک اقدام نه دی شوی.»
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، په تحصیلي بنسټونو کې یې د ښځو او نجونو حضور ورو ورو محدود کړ او په پای کې یې د هغوی پر زدهکړو بشپړ بندیز ولګاوه. اوسمهال هېڅ ښځه په دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زدهکړو د دوام اجازه نه لري.
د طالبانو د لوړو زدهکړو پخواني وزیر عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۰ کال د وږي پر اوومه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له کارکوونکو او استادانو سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې نجونې نه شي کولای له هلکانو سره په یوه ټولګي کې یوځای زدهکړه وکړي.
دې ډلې وروسته امر وکړ چې په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلانو ترمنځ په ټولګیو کې پردې ولګول شي؛ خو لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې ټولګي یې هم جلا کړل او ویې ویل چې هلکان او نجونې دې د اوونۍ په بېلابېلو ورځو کې پوهنتونونو ته ولاړ شي. د دې پرېکړې له مخې، په اوونۍ کې درې ورځې ښځینه محصلانې او درې ورځې نارینه محصلان درسي ټولګیو ته تلل. همداراز، نارینه استادان ښځینه محصلانو ته او ښځینه استادان نارینه محصلانو ته له تدریسه منع شوې وې.





