۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي وايي چې په پروان کې د ابو او روغتیايي خدماتو په برخو کې پانګونې مثبت اغېز لرلی دی.
اویوالي پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه راپور ورکړی چې یونیسف د پروان په بېلابېلو برخو کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبو لګولو سیسټمونه او د اوبو، روغتیا او حفظالصحې خدمات پراخ کړي دي.
د نوموړي په خبره، دا خدمات په ښوونځيو، روغتیايي مرکزونو او ځايي سیمو کې برابر شوي او پاکو اوبو ته یې د خلکو له لاسرسي سره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړې چې روان کال یې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې سیمو کې د اوبو د کمښت هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
یونیسف له دې وړاندې ټينګار کړی چې پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له ناروغیو د ماشومانو په خوندیتوب کې مرسته کوي.





