د نورستان په برګمټال کې جګړو ګڼ شمېر خلک خپلو کورنیو پرېښودولو ته اړ کړي او اوس په بد وضعیت کې ژوند کوي.
له دې سره د کونړـ بریکوټ لارې تړل کېدو په کامدېش او برګمټال کې خلک د خوراکي توکو او روغتیايي توکو کمښت له لوري ناورین سره مخ کړي دي.
د نورستان ولایتي شورا رئیس انجنیر سعیدالله نورستاني ۸صبح ته وويل، چې د برګمټال ولسوالۍ ودانۍ د کلي ترمنځ ده، چې هر وخت پرې جګړې کېږي.
سعیدالله نورستانی وايي، دې جګړو خلک اړ کړي، چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته بې ځایه شي.
نورستانی زياتوي، بې ځایه شوي خلک یا هم د خپلو خپلوانو کورنیو کې دېره شوي او یا يې هم شنه اسمان لاندې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
نورستاني ۸صبح ته وویل: « برګمټال خو داسې دی چې ریښتیا هم هلته جګړې شته، بل ولسوالۍ چې کوم ځای کې ده هغه د ملکي خلکو کورونه دي کلی دی، نو خلک له خپلو کورونو نه وتلي دي، څوک چې خپلوان لري هغوی کره اوسېږي او څوک چې خپلوان نه لري، نو همداسې يې خېمې او سرپناوې ځانته پيدا کړي دي.»
د نورستان ولایتي شورا رئیس وايي، د بریکوټ لاره د غازي اباد سیمه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې وسله والو طالبانو تړلې، چې له همدې امله کامدېش او برګمټال کې هم خلک د خوراکي او روغتیايي توکو له کمښت سره مخ دي.
کامدېش او برګمټال ته تللې لاره هم د کونړ اسمار، غازي اباد او ناړۍ له لارې تېرېږې، چې اوس تړلې ده او ولسونه په پلي هم نه شي تللی.
د ولايتي شورا رئیس وویل: «طالبانو لاره تړلې ده او دا د ولس سره ښکاره دوښمني ده، خلک يې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي، طبيعي ده، چې ولایتي ادارې هم هېڅ مرسته نه ده ورسولې ځکه لاره هم تړلې ده.»
هغه وايي، د ځمکې له لارې مرسته نه شي کېدلی، خو ولایتي ادارې د هوا له لارې هم کوم اقدام نه دی کړی.
د کامدېش او برګمټال ولسوالیو خلک وايي، اوس وضعیت بیخي خراب دی ځکه خلکو چې په کورونو کې څومره خوراکي توکي لرل، هغه خلاص شوي او په بازارونو کې هم څه نه پېدا کېږي.
خلک وايي، تر اوسه يې د حکومت له لوري هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او نه يې د دوی احوال اخیستی.
دوی ګیله کوي، چې د نورستان ولایتي چارواکي یوازې څوکۍ ساتي او د دوی د ستونزو هېڅ غم ورسره نشته، نو ځکه خو يې تشه پوښتنه هم نه ده کړې.
د کامدېش او برګمټال خلک په ولسي جرګه کې له خپلو استازو هم ګیله لري، چې په وینا يې د دوی هېڅ پوښتنه يې ونه کړه.
خلک وايي، فکر کوي په ولسي او مشرانو جرګه کې هېڅ استازی نه لري، ځکه يې غږ تر مرکزي حکومته نه رسېږي.
ومو غوښتل د کامدېش او برګمټال د خلکو ستونزې د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره شریکې کړو، خو زمونږ وراستول شوي وټساپ لیکلي پېغام ته يې، سره له دې چې کتلی يې دی هېڅ ځواب ونه وایه.
خلک وايي، کوچنیان يې له ګڼ شمېر روغتیايي ستونزو سره مخ شوي، د لارې تړل کېدو له امله هېڅ روغتیايي توکي او درمل یادو ولسوالیو ته نه لېږدول کېږي.
د دوی په باور که مرکزي حکومت يې غږ وا نه وري او ژر تر ژره د ستونزو حل برخه کې لاس په کار نه شي، نو کامدېشیان او د برګمټال خلک به له سخت روغتیايي او د خوراکي توکو نه شتون بهران سره مخ شي.
د دوی په باور هغه وخت به بیا د وضعیت مهار کول د حکومت له توانه پورته وي او ګڼ شمېر خلک به د مرګ تر بریده ورسېږي.
کامدېش او برګمټال د ختیځ نورستان ولسوالۍ دي، چې مرکز پاورن سره تر اوسه د وصل سرک نه لري او د کونړ له لارې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ کېږي.
دواړو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته د خوراکي توکو او نورو وسایلو اکمالات هم د هوا له لارې ترسره کېږي، چې ځیني وخت د امنیتي ځواکونو غږ هم پورته کېږي، چې ګوندې اکمالات ورته نه کېږي.
د کونړ ناړۍ، د نورستان کامدېش او د پاکستان چترال سیمه سره نېږدې سیمې دي، چې تر منځ يې لوی سیند بهېږي.





