• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په وېرې او سپکاوي سره د نفقې ګټل؛ د طالبانو محتسبان کسبګرې ښځې لا منزوي کوي

۸صبح ۸صبح
۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790179609]
AFP + Pexels

AFP + Pexels

په افغانستان کې یو شمېرکسبګرې او صنعت‌کارې ښځې وايي چې د طالبانو محدودیتونو، د پېرېدونکو کمېدو او د بازار ځوړ د دوی کاري فرصتونه او عایدات په جدي توګه محدود کړي دي. هغوی زیاتوي چې اقتصادي فشارونو او همدا راز په کاري چاپېریالونو او نندارتونونو کې د ښځو پر حضور لګېدلو محدودیتونو د ژوند د لګښتونو برابرول ورته لا ستونزمن کړي دي. دغه ښځې وايي، د ښځو له دوکانونو او کاري فعالیتونو د طالبانو د محتسبانو پرله‌پسې څارنه د دې لامل شوې چې دوی خپل پېرېدونکي له لاسه ورکړي. د دوی په وینا، د طالبانو د محدودیتونو له امله ورځ تر بلې ښځې ان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له کوره لږې وځي او تر پخوا ډېرې له ټولنې څنډې ته کړای شوي دي.

دغه ښځې وايي چې د طالبانو د محدودیتونو لګېدو پر ښځو خورا فشارونه راوستي او ډېری یې د مجبورۍ له امله د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کوره وځي. د دوی په وینا، که اړې نه وي، په داسې شرایطو کې او د طالبانو د سختو بندیزونو تر سیوري لاندې نه غواړي چې د سپکاوي، توهین او ان د نیول کېدو او زنداني کېدو خطر پر ځان ومني.

زهره (مستعار نوم) چې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه اندېښنه لري، ټینګار کوي چې د یوې ښځې لپاره کار کول ډېر ستونزمن شوي؛ خو له محدودیتونو سره سره لا هم د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کار ته دوام ورکوي.

دغه ښځه وايي: «مېړه مې ناروغ دی او پنځه ماشومان لرم، مجبوره یم چې کار وکړم؛ خو د طالبانو چلند مې ډېره ځوروي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کسان هره ورځ څو ځله دوکان ته راځي. د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې مې ټوله ورځ پر مخ نقاب وي.»

زهره زیاتوي: «زما ډېری پېرېدونکي ښځې وې؛ خو ورځ تر بلې کمې شوې؛ ځکه ډېری یې بې‌کاره شوې دي. که نارینه هم د توکو د لیدلو یا چنې وهلو لپاره څو دقیقې زموږ په دوکان کې ودرېږي، د طالبانو د امر بالمعروف کسان ژر راځي او ترې پوښتنې کوي. له همدې امله ډېری نارینه نور زموږ دوکان ته نه راځي.»

په یوه فابریکه کې کارکوونکې ښځه زینب (مستعار نوم) وايي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې عاید لري. هغه وايي: «له سهاره تر ماښامه زحمت باسم، ۱۵۰ یا ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوم. اقتصاد مو کمزوری دی او سرګردانه د کار په لټه کې یو. یوه ورځ که کار پیدا کړو، بله ورځ بې‌کاره یو. که کار وکړم، په کور کې ډوډۍ وي؛ که کار ونه کړم، د هماغې ورځې لپاره هم ډوډۍ نه لرو.»

دغه ښځه زیاتوي: «هغه ښځې چې دلته کار کوي، په شيدو پورې ماشومان لري. هغوی په کور کې پاتې کېږي او میندې یې کار ته راځي.»

صنعت‌کاره ښځه خدیجه (مستعار نوم) وايي چې په ډېری نندارتونونو کې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ګډون وکړي او خپل محصولات خلکو ته ور وپېژني. د هغې په وینا، کورنی بازار هم دومره ښه نه دی او دوی کافي فرصت نه لري چې په هغو نندارتونونو کې ګډون وکړي چې معمولاً سوداګر پکې حضور لري او خپل محصولات ور وپېژني.

دغه صنعت‌کاره ښځه وايي: «زه لاسي صنایع جوړوم او څلور ښځې راسره کار کوي. سره له دې چې زموږ کار ډېر زحمت او وخت غواړي، خو زموږ پلور نږدې هېڅ  نشته. هغه ښځې چې موږ ګومارلې دي، یوازې د خپلو کورنیو نفقه‌ګټونکې دي. هره یوه یې یا اولاد لري، یا کونډه ده، یا یې مېړه روږدی یا ناروغ دی.»

خدیجه زیاتوي: «په هغو نندارتونونو کې هم چې تر اوسه مو پکې ګډون کړی، طالبانو د ښځو پر ورتګ څو ځله محدودیتونه لګولي دي. ان ښځې ساعتونه انتظار کړې، خو د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې. حتی ډېری وخت د کور کرایه هم پر موږ پور پاتې کېږي.»

کارګرې او صنعت‌کارې ښځې ټینګار کوي چې پر دوی فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، اړې به شي چې د ډېرو نورو ښځو په څېر له کاره لاس واخلي. د دوی په وینا، طالبان ان که د دوی ماشومان او د کورنۍ غړي د لوږې له امله مړه هم شي، پروا یې نه کوي؛ ځکه د دې ډلې مشر هبت‌الله ویلي چې بې‌وزلي د الله له لوري ده او هېڅوک باید په دې اړه شکایت ونه کړي.

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند هم تر دې مخکې ویلي وو چې د دې ډلې رژیم خلکو ته د «رزق» ژمنه نه ده کړې او لوږه د الله له لوري ده او هغه خپل بندګان ازمويي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په کابل کې د روسیې سفارت د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې
خبرونه

په کابل کې د روسیې سفارت د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790176603]
ملګري ملتونه: د سویلي کوریا په مرسته په ننګرهار کې د زلزلې پر وړاندې ۲۰۵ مقاومې ودانۍ جوړې شوې
خبرونه

ملګري ملتونه: د سویلي کوریا په مرسته په ننګرهار کې د زلزلې پر وړاندې ۲۰۵ مقاومې ودانۍ جوړې شوې

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790176091]
څه باندې ۴۰ مدني او د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو سره د اروپایي ټولنې د تعامل د لغوه کولو غوښتنه وکړه
خبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790168326]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.