۸صبح، پنجشیر: په پنجشیر کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په عبدالله خېل دره کې د یو ځوان ځړول شوی مړی موندل شوی دی.
سرچینو شنبه د لړم پر ۲۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان دادالرحمان نومېده او د عبدالله خېل درې د «خانه خېل» سیمې اوسېدونکی و.
د دغه کس مړی تېره جمعه په خپل کور کې موندل شوی او سرچینو اقتصادي ستونزې د ځان وژنې لامل بللی دی.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو محدودیتونو هم د دغې سیمې اوسېدونکي له رواني پلوه له فشار سره مخ کړي دي.
ویل کېږي چې په دې وروستیو کې طالبانو د سیمې څو اوسېدونکي د شپې له خوا له کوره د وتلو له کبله وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.






