۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ځايي راډیوګانو کې د کرېکټ سیالیو د خبرونو، ځانګړو خپرونو او ژوندیو راپورونو خپرول منع کړي دي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۲۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا بندیز د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شفاهي امر له مخې شوی دی.
د سرچینو په خبره، له دغه امر وروسته په کندهار کې هېڅ راډیو اجازه نه لري چې د کرېکټ اړوند خبرونه، د دې لوبې ځانګړې خپرونې او د سیالیو ژوندی حال خپور کړي.
سرچینې وايي چې طالبانو تر اوسه د دغه بندیز په اړه رسمي سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کندهار په سیمهییزو راډیوګانو کې د کرېکټ اړوند ورزشي خپرونې او د سیالیو ژوندي راپورونه زیات شوي او ګڼو اورېدونکو یې هرکلی کړی دی.
د رسمي وضاحت له وړاندې کولو پرته په شفاهي توګه د دې لارښوونې صادرېدل، پر رسنیو د محدودیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.






