۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی دی چې پرون ۱۴۸ کډوالې کورنۍ چې ۶۶۷ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سهشنبه د وږي پر ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ۶۴ کورنۍ، چې ۳۳۴ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۷ کورنۍچې ۳۵ کسان کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو په وینا، ۶۳ کورنۍ چې ۲۵۰ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو لارې او ۱۴ کورنۍ چې ۵۲ کسان کېږي، د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.





