۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۱۲۰ کورنۍ چې ۵۲۳ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د لړم پر ۲۳مه خبر ورکړی، ۴۲ کورنۍ چې ۱۹۵ کسان کېږي د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۵ کورنۍ د سپین بولدک، ۵۷ کورنۍ د نیمروز او شپږ نورې د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
د کډوالو راستنېدل داسې مهال دوام لري چې راستنېدونکې کورنۍ له اقتصادي ستونزو، د سرپناه نه لرو او لومړنیو اسانتیاوو ته محدود لاسرسی لري.
ګڼ راستانه شوي له بېکارۍ، بېوزلۍ او د لومړنیو امکاناتو له کمښت سره مخ کېږي.






